Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ ولایت په چمتال کې ۸ طالب وسله‎وال وژل شوي

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د (البرز۱۲) په نامه پوځي عملیاتو کې ۸ طالب وسله‎وال وژل شوي.

د هېواد په شمال کې د پوځ ویاند، جګړن نصرت‎الله جمشیدي نن(یک‎شنبې د زمري۲۹مه) وايي چې د افغان ځواکونو یادو عملیاتو کې ۱۲ نور طالب وسله‎وال ټپیان دي.

دی زیاتوي په ټپیانو کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي، مولوي مطیع‎الله عمري هم شامل دی.

ښاغلی جمشیدي وړاندي وايي اوس‎مهال د افغان ځواکونو پوځي عملیات د چمتال په نوآوري او ترکي کلیو کې دوام لري او طالبان د تېښتې په حال کې دي.

سیمه‎ييز چارواکي وايي د عملیاتو په ترڅ کې هغه سیمې چې طالبانو په لاس کې وې، د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

ښاغلي جمشیدي ویل دې چې په دې عملیاتو کې دوه تنه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

په دې نښتو کې د  دوو سیمه‎ييزو پولیسو له وژل کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۸ تنه طالبانو وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي او عملیات په نواوري او ترکي کلیو کې لا هم دوام لري

شریک یي کړئ