د بلک هاک چورلکولومړۍ برخه چې د امریکا متحده ایالاتونو لخوا یې افغان هوايي ځواکونو ته یې د ورکړې ژمنه شوې وه، تېر ماښام(دوشبنې د وږي پر۲۷مه) کندهار هوايي ډګر ته ورسېدې.
د ناټو غوڅ ملاتړ په خپله پاڼه کې لیکلي دي چې دا چورلکې به د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کړي.
په دې پاڼه کې وړاندې لیکل شوي دي:«د بلک هاک چورلکو لومړۍ برخه د افغان ځواکونو لپاره کندهار ته ورسېده.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتونو دفاع ورازت ویلي وه چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به افغانستان ته شپږ بلک هاک الوتکې وسپاري.
مخکې له دې هم امریکا اعلان کړی وه چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به افغانستان ته یو سلو پنځوس بلک هاک او لسګونه نورې الوتکې وسپاري.