د کابل د تبیان پر کلتوري مرکز د ځانمرګي برید ډېر شمېر مړي او ټپیان د استقلال روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون د ډاکټرانو په وینا د دغه برید ډېری ټپیان ځوانان دي.
د تبیان د کلتوري مرکز مسوول چې خپله ټپي دی وايي د هغوی په مراسمو کې کابو ۲۰۰ کسانو ګډون کړی وه چې ځانمرګی برید رامنځته وشو.
له برید څخه وروسته په لسګونه کسان استقلال روغتون ته راغلې ترڅو د خپلو کورنیو هغه غړي چې په تبیان کلتوري مرکز کې وو وویني، ټول اندېښمن او خواشیني دي.
د قربانیانو یو شمېر کورنۍ په غوسه دي او د حکومت مشران په ناتوانۍ تورنوي.
د تبیان د کلتوري مرکز مشر سید باقر په دې اړه وویل:«هلته کابو ۲۰۰ تنه سره راغونډ شوي وو.»
په پېښه کې ټپي شوې رابعه وايي:«په عین وینا کې یو ځل ځانمرګی برید وشو. ټول ځای اور واخیست. نوره پوه نه شوم چې څه ډول راووتم.»
د دغې پېښې یو بل ټپي محمد عظیم زیاته کړه:«یو وخت وې ولیدل چې ټول ځای د سوځېدو په حال کې دی. ټول خلک سوځي. زما وضعیت هم خراب وه.»
یوه معترض هېوادوال محمد حسن رضايي د حکومت مشرانو ته په خطاب کې وویل:«د ځان او د څوکۍ د ګټې لپاره بې وزله خلک مه قربان وئ. هغه کسان چې تاسې یې وینئ نه د وزیر زوی دی او نه هم د وکیل، نه هم د ولسمشر زوی دی ټول یې بې وزله دي او ټول هغه کسان دي چې د زدهکړې لپاره تلل.»
د دې پېښې ټول ټپيان سوځېدلي دي.
د استقلال روغتون ډاکټر محمد اسماعیل څرګنده کړه:«ډېری یې سوځېدلي د بدن غړي یې پرې شوي دي.»
د استقلال روغتون رییس صابر نصیب هم وویل:«د پنځو تنو وضعیت نازک دی، نور یې د اندېښنې وړ نه دي انشالله ډاکټران کار کوي او موږ هیله لرو چې ډېر ژر ښه شي.»
تبیان کلتوري مرکز له کابو دیارلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.