د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت د شنبې پر ورځ( د غويي۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د تخار ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي په کندز ولایت کې وژل شوی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ د تخار لپاره د طالبانو نومول شوی والي، قاري طیب نومېده.
خبرپاڼه کې همداراز زیاته شوې ده چې نوموړی له شپږو کلونو راهیسې تر تعقیب لاندې وه، خو د تېښتې په حال کې وه.
د پنټاګون په وینا قاري طیب کابو یوه اوونۍ مخکې د کندز ولایت په دشت ارچې کې د هوايي برید له امله وژل شوی دی.
په دې برید کې د طالبانو اته نور غړي هم وژل شوي دي.
ویل شوي چې په برید کې ملکي کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.