د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه د پاکستان د پېژندلو لپاره لایحه د امریکا متحده ایالاتو مجلس ته واستول شوه.
دغه لایحه چې د امریکايي قانون جوړونکو لخوا جوړه شوې پهکې راغلي چې پاکستان د باور وړ متحد نه دی او باید د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه اعلان شي.
یو شمېر قانون جوړونکي وايي چې پاکستان د کلونو راهیسې د امریکا د دښمنانو په هڅولو او مرسته کولو کې لاس لري.
په دغې لایحه کې راغلي چې له واشنګټن سره د پاکستان د خیانت له امله باید له دغه هېواد سره مالي مرستې بندې شي.
په دغې لایحه کې راغلي دي چې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان د نوم په شاملېدو سربېره له اسلام آباد سره باید د واشنګټن مالي مرستې بندې شي. ځکه پاکستان له امریکا سره خیانت کړی.
له ترهګرۍ سره د مبارزې فرعي کمېټې رییس ټېډ پوي وویل:«پاکستان نه یوازې د اعتماد وړ متحد نه دی بلکې اسلام آباد د کلونو لپاره د امریکامتحده ایالاتونو دښمن هڅولي دي»
د هغه په وینا:«اسامه بن لادن ته پناه ورکول، له حقاني ډلې سره نېږدې اړیکې لرل او نور اسناد څرګندوي چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د امریکا ترڅنګ نه دی. اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ باید پاکستان ته د پیسو ورکړه د خیانت له امله بنده کړو او دا هېواد د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړو.»
پاکستان له کلونو راهیسې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په نوم له واشنګټن څخه مېلیاردونه ډالره ترلاسه کولې. اوس د دې لایحې په بنسټ دا پیسې نه یوازې دا چې د ترهګرو په ځپلو کې نه لګول کېږي بلکې په نورو موخو لګول کېږي.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«له شک څخه پرته چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او په سیمه کې ترهګر له منځه ولاړ شي اړتیا ده چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي.»
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم وايي:«نن چې نړۍ دې ته متوجه شوې چې زموږ ګاونډی هېواد پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه ثبتېږي زه فکر کوم تراوسه ځنډ نه دی شوی پاکستان هغه هېواد دی چې په بهرنیو مرستو تړلی دی کهچېرې دغه بهرنۍ مرستې بندې شي زه یقین لرم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره به مثبته اغېزه ولري.»
دا لایحه د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر مکلفوي ترڅو د ۹۰ ورځو په موده کې خپل رپوټ کانګرس ته واستوي چې آیا پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له نړۍ سره مرسته کړې که نه؟
د دغه رپوټ له ورکړې ۳۰ ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مکلف دی په دې اړه بل رپوټ وړاندې کړي چې پهکې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد بلل شوی دی.