د پکتیا ولایت سیمهييز چارواکي نن (دوشنبې د زمري۲۳مه) وايي چې کمانډو او ځانګړو ځواکونو د دې ولایت جانيخېلو ولسوالۍ بیانیونې په موخه تېره ورځ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د پکتیا ولایت امنیه قومندان، توریالی ابدیانی څرګندوي چې څو ځله یې د هوايي بریدونو غوښتنه کړې ده، خو د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.
په همدې حال کې د پکتیا والي، شمیم کټوازی څرګندوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیات به د ولسوالۍ نیولو او د طالبانو چاڼ پورې دوام ولري.
تېرو دوو اوونیو کې دا د وهم ځل دی چې د پکتیا ولایت جانيخېلو ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېږي.
دوه اوونۍ مخکې کله چې یاده ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده، بیا ځلې افغان ځواکونو ونیوه، خو تېره اوونۍ پنجشنبې بیا طالبانو پر دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او یاده ولسوالۍ یې نسکوره کړه.
د پکتیا ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې اوسمهال افغان ځواکونو عملیات پیل کړي او د ریشپيکي کوتل سیمې پورې یې پرمختګ کړی دی.
دا چارواکي وايي چې افغان ځواکونه اوسمهال د ولسوالۍ مرکز په درې کیلو مټرۍ کې دي او د طالبانو لخوا د ماینونو ځای پر ځای کولو له امله د دوی عملیات پڅ مخې ته ځي.
چارواکي وايي چې د ولسوالۍ نیولو په موخه پوځي عملیاتو کې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې، کره شمېر یې نه دی څرګند.
مخکې له دې چارواکو د جانيخېلو ولسوالۍ د نسکورېد لامل په دې ولسوالۍ کې د کافي ځواکونو نشتوالی بللی وه چې د کورنیو چارو وزارت څخه یې غوښتنه کړې وه تر څو دې ولسوالۍ ته پام وکړي.
جانيخېلو ولسوالي له اقتصادي اړخه مهمه بلل کېږي او د کروميټو څو کانونه په کې دي.