Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جنايي جرمونو پر زیاتوالي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست نیوکه

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د کابل د حوزو مسوولانو ته ګواښ کوي که‎چېرې تر راتلونکو دوه اوونیو په پلازمېنه کې د جرمونو کچه کمه نه‎شي، له خپلو دندو باید ګوښه شي.

ویس احمد برمک دغه څرګندونې نن (د لړم په ۱۳ مه) په کابل کې د کابل د امنیتي حوزو له مسوولانو سره په غونډه کې وکړې.

هغه همدارنګه د کابل په پولیسو کې د مسوولیت له تېښتې او پر پراخ فساد له نیوکې سره وايي چې د داشان وضعیت دوام د منلو وړ نه دی.

ښاغلي برمک په کابل کې په جنايي جرمونو کې د پولیسو همکارۍ ته په اشارې سره یوه بېلګه داسې بیان کړه:«د حوزې جنايي امر ته زنګ وهي چې داسې پېښه شوې او زما موبایل یې وړی، څه وکړم؟ د حوزې امر پوښتنه کوي چې په کوم ځای کې شوې؟ ورته وايي چې په دغې سیمه کې، د حوزې امر ورته وايي چې اندېښنه مه کوه د مازدیګر تر ۴ بجو یې در ته پيدا کوم. څلور بجې موبایل ورته راوړي چې دا هم ستا موبایل. د موبایل څېښتن ورڅخه پوښتنه کوي چې دا دې له کوم ځایه پیدا کړ، د حوزې امر وايي چې وروره څه کار لرې ستا موبایل مو پیدا کړ.»

دا یې هم بله بېلګه:«د جنايي دوه تنه کارکوونکي چې دوه تنه یې نیولي وو، وايي، که‎چېرې ځئ او هغه موبایل د هغه هلکه تښتوئ، ښه، له هغې پرته حوزې کې مو بندي کوم. هغوی هم ځي او د هغه کس له لاسه ټلېفون تښتوي او دوی ته یې سپاري او خلاص.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، په ملي پولیسو کې د فساد د زیاتوالي له کبله نیوکه کوي او له خلکو غواړي چې پولیسو ته د بډو له ورکړې ډډه وکړي.

سرپرست وزیر وایي چې خلک دې د پولیسو د فاسدو چارواکو په پېژندنه کې د کورنیو چارو له وزارت سره دې همکاري وکړي.

ښاغلي برمک زیاته کړه:«په یوه ولایت کې، په پنځو شپږو بانکي حسابونو کې، د ورځې څو لکه افغانۍ راځي. چې د عامه نظم یو عادي کارکوونکی دی، ډېر عادي! ښايي څلور، پنځه او یا هم شپږ ، اوه کاله کېږي چې کار کوي او نن مېلیونر کېږي، له مېلیون افغانیو خبرې کوي! دا پیسې له کومه شوې؟د پولیسو پیسې دي. په هغه ځای کې چې پولیس ډوډۍ نه پيدا کوي، ولې یې نه پيدا کوي؟»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد مبارزې ریاست مشر نجیب امان ، وسلې ته په اسانۍ او د هر چا لاسرسی، د جنايي او ترهګریزو پېښو د زیاتوالي لامل بولي.

د کورنیو چارو وزارت دا چارواکی ګ ورکوي چې د وسلې د لېږدولو زرګونه جعلي سندونه له هېواده بهر چاپ شوي.

ښاغلي امان زیاته کړه:«همدا تجهیزات دا(د وسلې د لېږد جواز د تجهیزاتو چاپ)، ځکه چې تجهیزات ډېر کم کیفیته وو او د هغه سافټ هم، په خپل وخت، بهر ته تللي،(جعلي کارټونه) په بهر کې چاپېږي.»

په څو وروستیو اوونۍ کې په کابل کې زیاتې جنایي پېښې شوي چې له دې ډلې د انسان تښتونې له کبله اندېښې زیاتې دي.

هغسې چې په یوې وروستۍ اوونۍ کې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې له لسو نه زیاتو کسانو د برمته کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ