Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا"نن په کابل کې د موجودیت اعلان وکړ

دافغانستان پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجدیدي ګاونډي هېوادونه دافغانستان په چارو کې په لاس وهنې او دهغه ترهګرو ډلو په سمبالتیا تورن کړل چې په افغانستان کې جګېږي.

ښاغلي مجددي دافغانستان د جهادي اوملي ګوندونو شورا په پرانستغونډه کې په ټینګار سره زیاته کړه چې دهېواد د امنیتي وضعیت خرابوالي او د اداري فساد زیاتوالي هغه او نور پخواني مجاهدین او سیاسي مشران دې ته اړ کړل چې دغه شورا رامنځته کړي.

اتو ګوندونو د جهادي او ملي ګوندونو په نوم شورا په جوړولو سره ګډو موخو ته د رسیدو لپاره د یووالي موافقه وکړه.

حضرت صبغت اله مجددي، محمد کریم خلیلي، احمد ضیا مسعود، سید حسین انوري، پیر سید احمد گیلاني،قاضی محمد امین وقاد او قطب الدین هلال د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا لوړپوړي غړي دي.

خو دغه شورا په کومو موخو جوړه شوې ده؟

مجددي په دې اړه څرګنده کړه: "د افغانستان اوضاع،پرېښانیو،ناامنیو،او اداري فساد موږ اړ کړو چې لاس په کار شو".

ښاغلی مجددي ګاونډي هېوادونه د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې او د ترهګرو په سمبالولو تورنوي او د دغې شورا د جوړېدو یوه موخه د دغو لاسوهنو په وړاندې مبارزه ګڼي، نوموړی د ولسمشر غني د تېرو ۱۱ میاشتو د کارونو په اړه داسې نظر لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر مجددي زیاته کړه: "دغه ویجاړونکي او انسان وژونکي خو له آسمان څخه نه راځي،زموږ له همدغو نږدې پولو څخه دې خوا ته راځي او پر ویجاړولو کوښښ کوي،د هغوی ټول تجهیزات له همدغو ګاونډیو هېوادونو څخه کېږي،ډاکټر اشرف غني ښه کارونه وکړل،خو ډېرې تېروتنې یې هم وکړې".

د دغې شورا غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت د نسکورېدو پلوي نه دي خو که دغه حکومت د قانون او اصولو له لارې منحرف شي د ملي یووالي حکومت په وړاندې به ودرېږي.

د دغو مراسمو په اوږدو کې د پخواني ولسمشر مرستیال او د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا غړي محمد کریم خلیلي ټينګار وکړ: "د ښو کارونو په وړاندې؛حکومت ستایواو ملاتړ یې کو،خو د تېروتنو په وړاندې یې نیوکه کو او خپل دریځ به روښانه کړو،خدای مه کړه له قانون او اصول څخه د انحرافاتو په وړاندې به هم ودرېږو".

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا غړي خلک یووالي ته رابولي او له طالبانو څخه غواړي چې له دې زیات خپل کور وران نه‎کړي او خپلې وسلې پرځمکه کېږدي.

دغه شورا له نورو سیاسي ګوندونو او مجاهدینو غواړي چې له دغې شورا سره یو ځای شي او ټول په هېواد کې د بدلون د راوستو لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې دپخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي چې دهمدې شورا له بنسټ ګرو څخه دی ګوت څنډنه کوي چې که حکومت له اساسي قانون څخه پورته پښه کېږدي د حکومت پروړاندې به ودرېږي.

دافغانستان پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجدیدي ګاونډي هېوادونه دافغانستان په چارو کې په لاس وهنې ا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه