حزب اسلامي ویاند نادر افغان د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۷ مه) وویل چې سبا د دغه ګوند بندیان له بنده خوشې کېږي او له دې سره په ورته وخت کې ګلبدین حکمتیار به د ختیځو ولایتونو له یو شمېر مشرانو سره لیده ګاته وکړي.
هغه وايي حکمتیار به د لغمان او ننګرهار ولایتونو له لیدلو وروسته کابل ته راشي.
اخوا د حکمتیار یو شمېر انځورونه د کابل ښار په ځینو برخو کې د یو شمېر کسانو لخوا څیرې شوي دي.
د دغه ګوند ویاند وايي چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ پر مهال به د هغه پلویان وسلهوال نه وي او د هغه امنیت به د امنیتي ځواکونو له خوا تأمین شي.
نادر افغان زیاته کړه:«سبا(جمعه)د ټولو په حضور کې لغمان ته راځي او له هغه ځای څخه وروسته کابل ته د هغه ت راتګ چمتووالی به ونیول شي.»
د ښاغلي حکمتیار زوی حبیب رحمان حکمتیار هم د فېسبوک پر پاڼه لیکلي چې پلار به یې د شنبې په ورځ کابل ته راشي.
په همدې حال کې د حکمتیار یوشمېر انځورونه چې د کابل ښار په ځینو څنډو کې لګول شوي وو،د ځینو پلازمنمېشتو له خوا څیرل شوي دي.
د پروان ولایت ۸۵ کلن اوسېدونکی رحیم وايي چې کور یې د چاریکارو په ښار کې وه او د کورنیو جګړو له امله چې جزب اسلامي یې یو لوری دی وران شو او اړ شو چې له خپلې کورنۍ سره کډه وکړي.
هغه وویل:«سمه ده چې ګلبدین راشي.خپله وسله پر ځمکه کېږدي.هغه کسان یې چې له طالبانو سره دي هغوی هم په خپله خوا کې ونیسي چې هېواد ته ارامي راشي او موږ ارامه شو.»
د هېواد وګړي چې له جګړو او ناامنیو ستومانه شوي هیله من دي چې د ګلبدین حکمتیار راتګ په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت زمینه برابره کړي.
د کابل اوسېدونکی احمد وايي:«همدغه سړی دې راشي هرڅه دې وي په هېواد کې جګړه نه وي.تراوسه چې مو هېواد ویجاړ کړ بس دی.»
د کابل بل اوسېدونکي یاسر هم زیاته کړه:«په لومړي سر کې باید د دولت مخالف وسلهوال سولهوکړي،کهچېرې سوله نه کوي له حکومت څخه غواړو چې هغوی وځپي.»
له بلخوا اجرائیه ریاست وایي چې ګلبدین حکمتیار له جګړې لاس اخیستی او د سولې له بهیر سره يو ځای شوی دی.