Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکمتیار زوی:طالبان د خوارجو له ډلې څخه هم بدتر دي

د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار، زوی حبیب الرحمن حکمتیار طالبان د خوارجو له ډلې څخه هم بدتره بولي او ټینګار کوي چې ټول ترهګر د پردیو نوکران دي.

حبیب الرحمان وویل:«په دې وروستیو کې له رسنیو څخه اورېدل کېږي چې دغو وژونکو او نوکرانو ته خوارج وايي،خو باید ووایم چې دوی له خوارجو څخه هم بدتره دي.»

ګلبدین حکمتیار د دغو مراسمو ګډنوالو ته په یوه پیغام کې ټينګار کړی چې په ولسي وګړو برید کوونکي به د خپلو کړنو په سزا به ورسېږي.

د خونړۍ چهارشنبې په نوم دغو مراسمو کې د ملي شورا زیات شمېر غړو، حکومتي چارواکو او فرهنګیانو ګډون کړی وه ترڅو د ولسي جرګې د غړي عبیدالله بارکزي د زوی حفیظ الله پاڅون د سرښندنې ستاینه وکړي چې په ولسي جرګه کې د هلمند د استازي معلم میرولي پر کور د ترهګرو په برید کې ووژل شو.

 بلخوا د ولسي جرګې یو شمېرغړو په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي معلم میرولي پر کور د وژل شویو کسانو د یادونې په مراسمو کې وویل چې له دې سره چې طالبان د روسیې نوکران شوي خو بیاهم ځانونو ته مجاهدین وايي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي وویل:«پر طالبانو غږ کوم چې بس کړئ!نور نو بس ده.نه روس تاسو ته سوله راولي او نه هم چین.»

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي هم څرګنده کړه:«هبت الله اخندزاده ته وایم ته چې اوس د روسیې غلام شوی یې،موږ کلونه مخکې روس ته ماتې ورکړې وه.اوس ته ووایه چې زه مجاهد یم که ته.»

پخوانی ولسمشر حامدکرزی هم په یوه ټلېفوني اړیکه کې د دغه برید غندنه کوي او د وژل شویو کورنیو ته تسلیت وایي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي څرګنده کړه:«نه پوهېږم چې د ۱۰ کلن او نورو ماشومانو وژل په کوم کتاب کې دي؟کله چې وا مې وردل چې د معلم میرولي پر کور برید شوی پر ما یې ډېره اغېزه وکړه او کله چې مې واورېدل په کور کې ماشومان او ښځینه وو،له ځان څخه مې وپوښتل چې دا څه کړنه ده چې دوی یې کوي.»

د ولسي جرګې د غړي معلم میرولي پر کور د ترهګرو په برید کې اته تنه مړه او څو نور ټپيان شول. طالبانو د دغه برید مسؤولیت منلی دی.

شریک یي کړئ