Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د داعش ډلې غړو په ګډون د ۱۰ وسله‎والو وژل کېدل

د کورنیو چارو وزارت نن(چهارشنبې د کب۲۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تېره ورځ د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۸ د داعش او ۲ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ جوارګر کلي کې ترسره شوي دي.

په دې عملیاتو کې د وسله‎والو یو شمېر وسلې او پټنځایونه هم له منځه تلي دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وړاندې کاږي، په بیلو عملیاتو کې د کندز ولایت، چهاردرې ولسوالۍ په یتیمک کلي کې ۲طالب وسله‎وال وژل شوي.

همداراز په دې پېښه کې د وسله‎والو له چاودېدونکو ډک موټر چې غوښتل یې په ترهګریزو کړونو کې ترې کال واخلي هم د افغان ځواکونو په بریدونو کې له منځه تلی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وړاندې کاږي، په بیلو عملیاتو کې د کندز ولایت، چهاردرې ولسوالۍ په یتیمک کلي کې ۲طالب وسله‎وال وژل شوي

شریک یي کړئ