د ملي شورا د یوه کارکوونکي کورنۍ چې په کابل کې د سه شنبې ورځې په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ، کورنۍ یې له حکومته د هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه کوي چې په دې پېښه کې لاس لري.
دا کورنۍ د ترهګریزو پېښو د مخنیوي په برخه کې په امنیتي مسؤولینو نیوکې کوي او وایي چې، خلک او مسؤولان باید قومي او سیاسي اختلافونه یوې خوا ته پرېږدي او د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي .
دغه قرباني انجینر نورالحق ستانکزی چې دوه ځله د کورنیو جګړو پر مهال ټپي شوی وو د سه شنبې په ورځ د کابل د دارالامان پر سړک په لومړي ځانمرګي برید کې ووژل شو او کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنوله،له نور الحق څخه ۶ اولاده پاتې شول چې مشر یې ۲۳ کلن او کوچنی یې ۳ کلن دی.
د نورالحق ستانکزي زوی الهام وویل:«دولت باید هغوی ونیسي،بندیان کړي او سزا ورکړي.»
د نورالحق بوډا پلار نه غواړي چې د ماشومانو په مخکې اوښکې تویې کړي او خپل درد نور ته د ډاډ ورکولو لپاره پټوي.
هغه وايي:«کهچېرې دا حالت نه وي خلک ولې بهر ته ولاړ شي!خلک ډوبېږي؛مسافر کېږي؛وژل کېږي.کهچېرې یو مړۍ ډوډۍ وي ولې ولاړ شي.»
په کابل کې د ملي شورا د الحاقیه ودانۍ په مخکې په دوو ځانمرګو بریدونو کې د ملي شورا ۴۷ کارکونکي ووژل شول او په لسګونه نور ټپيان دي.