Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولت له مخالفو وسله‎والو سره د خبرو د نوې طرحې چمتو کول

د سولې عالي شورا نن(یک‎شنبې د سلواغې۱۷مه) چې د دولت له مخالفو وسله‎والو سره یې د سولې خبرو اترو نوې طرحه چمتو کړې ده.

د دې طرحې یوه برخه له طالبانو سره مخامخ خبرو ته ځای ورکړل شوی، او د سولې عالي شورا په وینا چې وروسته له دې به له یادې ډلې سره د خبرو اترو بهیر کې درېیم هېواد نه وي.

د سولې عالي شورا ویاند، محمد اسماعیل قاسم‎یار څرګندوي:«هغه لارې چې ګټورې وي او موږ وکولی شو چې مستقیمه اړیکه ونیسو او لامل شي چې له دوی(طالبان) د خبرو مېز ته حاضر شي؛ موږ کولی شو د بین‎الفغاني خبرو ته پایلې ته ورسېږو.»

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې عالي شورا لپاره د نوي رئيس ټاکنې په اړه له ناندرو خبر ورکوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاه‎حسین مرتضوي وايي:«د سولې عالي شورا له یوې خوا دې ته اړتیا لري چې خپل نوی رئیس وټاکي او له بلې خوا اړتیا ده چې په چارو بیا کتنه وشي تر څو چارې ښې مخې ته ولاړې شي.»

خو په ولایتونو کې د سولې د عالي شورا د غړو کاري پروګرامونه له پخوا کم دي.

د کندز ولایت د سولې عالي شورا رئیس، حبیب الله محتشم څرګندوي:«تر اوسه دفتري مرکز موږ ته د دې کال د چارو پروګرام نه دی رالیږلی. وګورو چې مرکزي دفتر څه پروګرام لري نو موږ به د هغې پر اساس کار کوو.»

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول تل مهم بلل شوی دی.

د سولې عالي شورا هم دا مني چې د اسلام اباد له منځګړیتوب پرته په هېواد کې د سولې نوې تګلاره سخته پلې کیږي خو د سولې د عالي شورا په وینا هغه څه چې له افغانستان سره په همکاریو کې د پاکستان نه صداقت بلل کیږي دوي یې ته اړ کړي چې نوره لاره په یوازې کچ کړي.
 
د دې طرحې یوه برخه له طالبانو سره مخامخ خبرو ته ځای ورکړل شوی، او د سولې عالي شورا په وینا چې وروسته له دې به له یادې ډلې سره د خبرو اترو بهیر کې درېیم هېواد نه وي

شریک یي کړئ