Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دین عالمان:ترهګرې ډلې له دین څخه سم تفسیر نه‎لري

یو شمېر دیني عالمان او د ولسي جرګې غړي د پنجشنبې په ورځ کابل کې سره راغونډ شوي او د سولې او پخلاینې شعارونه ورکوي.او وايي چې ترهګرې ډلې له دین څخه سم تفسیر نه‎لري.په دغې غونډه کې د طالبانو ځینې پخواني غړي هم حضور لري.

د ولسي جرګې غړی میرویس یاسیني په دغې غونډه کې وویل:«داعشي نظر سم نظر نه دی.له دین څخه چپه تفسیر کوي.د دین په اړه نه پوهېږي.هغوی د دین د بد نامه کولو لپاره دي.»

هغوی ټینګار وکړ چې سوله د دین اصلي پیغام دی؛له همدې امله په هېواد کې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې باید له ځنډ څخه پرته تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږي.د هغوی په وینا سوله په هېواد کې د اوسني کړکېچ یوازینۍ حل لاره ده.

د دین عالم سمیع الله ریحان څرګنده کړه:«هېواد موږ ته ګران دی او زموږ خوشبوي ده،په وینه لړل کېږي.هېڅوک د امنیت احساس نه کوي.موږ په افغانستان کې سولې ته اړتیا لرو.»

دغه غونډه د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند لخوا جوړه شوې وه، د نوموړي ګوند مشر چې د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال هم دی، طالبانو ته د سولې له بهیر سره د یو ځاي کیدو بلنه ورکوي.

د افغانستان د حرکت اسلامي ګوند مشر عبدالحکیم منیب په دې اړه وايي:«جګړه زموږ ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخامخ کوي.جګړه موږ د تجزیه کولو له خطر سرذه مخامخ کوي.»

دغه دیني عالمان په داسې حال کې په هېواد کې د جګړې پر پا ته رسېدو ټینګار کوي چې په هېواد کې د جګړې لمن له پخوا زیاته پراخه شوې او له امله یې ملکي مرګ ژوبله هم په بې مخینې توګه زیات شوي ده.

شریک یي کړئ