د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لس ورځې د رایو مرکزونو د ارزونې او ټاکلو په اړه د شکایتونو د ثبتولو لپاره اعلان کړې چې دا موده د لیندۍ په شلمه پای ته رسېږي، خو دا کمیسیون تراوسه د رایو د مرکزونو په اړه د ثبت شویو شکایتونو شمېر نهلري.
د دغه کمېسیون منشي علي رضا روحاني د دغه کار لامل د تاکنیزو شکایتونو د ولایتي دفترونو نشتوالی بولي او وايي چې له همدې امله د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو وخت د لیندۍ تر پایه غځولی دی.
ښاغلي روحاني زیاته کړه:«ځينې شکایتونه په کابل کې زموږ مرکزي دفتر ته رارسېدلي، خو نور شکایتونه په ولایتونو کې د کمېسیون دفترونو ته رسېدلي دي او وروسته به موږ ته ورسېږي. شکایتونه د ناامنیو په اړه دي چې ویل کېږي چې مرکزونه له منځه تللي دي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د عملیاتي ریاست د رپوټ له مخې په ولایتونو کې به د رایو مرکزونه په عادلانه توګه غوره شي.
د اکسین د بنسټ مشر جانداد سپن غر وايي:«څارونکو بنسټونو وخت نه درلود چې څارنه وکړي د مرکزونو ارزونه خو هغه معیارونه چې باید په پام کې نیول شوي وای رعایت شوي نه دي.»
د ولسي جرګې یو شمېر غړي له حکومته غواړي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په کار کې لاسوهنه ونهکړي او وايي که انتخابات په ټاکلي وخت په رڼه توګه ترسره نهشي هېواد به له کړکېچ سره مخامخ شي.
د ولسي جرګې غړی صادقي زاده نیلي وویل:«کهچېرې د ډېرو ټاکنو په څېر ټاکنې روڼتیا ونه لري په یقین سره چې هېواد د کرکېچ په لور به ولاړ شي.»
د ولسي جرګې مشر عبدلرووف ابراهیمي څرګنده کړه:«د افغان حکومت مسوولیت دی چې ټاکنې رڼې ترسره کړي.»
د حکومت اجراییه رییس هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر کار د بېلابېلو ادارو او سیاسي ګوندونو د بې باورۍ خبره کوي خو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره له دې بنسټه په ملاتړ ټینګار کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د چنګاښ شپاړسمه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره اعلان کړې خو د دغه کمېسیون غړي وايي ښايي ټاکنې په لږ ځنډ ترسره شي.