Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوداګریزو توکو پر مخ د پاکستان د دروازو پرانیستل

په تورخم او سپین بولدک کې یو شمېر پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د پاکستان د پولیو د تړل کېدو له امله پاکستان ته ډېر زیان رسېدلی دی.

هغوی د پاکستان پر حکومت د سوداګرو د زیانمن کېدو له امله نیوکه کوي.

له بلخوا په سین بولدک کې یو شمېر سوداګر وايي چې تراوسه هم په دغې دروازه کې ستونزې شته.

عباس چې د پاکستان د بارچلانۍ د یوه شرکت څېښتن دی وايي چې له افغانستان سره د پاکستان د پولو د تړلو لپاره د پاکستان حکومت پرېکړې د دغه هېواد د لېږد رالېږد څانګې ته ستر زیان رسولی دی.

هغه زیاته کړه:«د دغو دروازو تړلو تر ډېره موږ ته زیان رسولی.تاسې پوهېږئ چې د تورخم یوې ورخې تړل کېدل زموږ لپاره ډېر زیان رسوي او اوس تاسې په خپله پوهېږئ چې د دغې دروازې له تړل کېدو څه باندې یوه میاشت کېږي د پاکستان له کراچي وان څخه تر سوداګره ټول خفه وو.»

په سپين بولدک ې چلوونکی ماجد وايي:«موږ ډېر زیان لیدلی یو میاشت او پنځه ورځې موږ له پولې دغې غاړې ته پاتې یوو اوس هېڅ نه لرو.»

په سپین بولدک کې مسافر محمد نبي وویل:«وګورئ ډېری سبزۍ او مېوې چې له پولې هغې غاړې په موټرو کې وې ټولې خوسا شوي او دا کار د پاکستان د حکومت له امله دی.»

له بلخوا یو شمېر افغان سوداګر وايي چې افغان حکومت باید د داشان کار د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

هغوی وايي چې د دغو دروازو تړل کېدو هغوی ډېر زیانمن کړي او په دغې موده کې په مېلیونونه پاکستاني کلدارې یې د پاکستان حکومت ته ډیمریج ورکړی دی.

د افغان سوداګریز شرکتونو یو استازی خان رحمان څرګنده کړه:«په پاکستان کې زموږ د اړو څلور موټر درول شوي وو،خو نن ګهیځ مو چې ولیدل ټول خراب شوي وو،نو هغه مو بېرته پاکستان ته واستول.»

د افغان سوداګرو یو استازی روشان وویل:«حکومت نور باید اجازه ور نه کړي چې دغه لاره وتړل شي له هغې څخه پرته موږ له پاکستان سره خپله راکړه ورکړه پرې کوو.»

له بلخوا د سپین بولدک او تورخم دروازو پرانیستو،د سلګونو افغانانو او پاکستانیانو انتظار ته چې د دواړو پولو کې ښکېل شوي وو د پای ټکی کېښود  او ویل کېږي چې نن په سلګونه کسانو له دغو دروازو دواړو هېوادونو ته تګ راتګ وکړ.

شریک یي کړئ