د کونړ په چپه درې او دیګل کې د داعش او طالبانو تر مینځ د سختو جګړو له کبله، د دغو سیمو شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ بیځایه شوې دي.
د داعش لاس ته تازه لویدلې دغه غرنۍ سیمې له کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وې، خو داعش ډلې ترې نیولې دي.
په دې سره د کوړنګل، کلایګل او چلس درو په ګډون په ځنګلونو پوښلې پراخه غرنۍ سیمه د داعش په ولکه کې ورغلې ده.
د چپې درې کنډۍ کلي اوسېدونکی، عزیزالرحمن زیاتوي:«چپه دره ده، یو د دګل دره ده، ټولې کډې ترې راوتلي دي، ډېرې کمې پاتې دي.»
د چپې درې اوسېدونکی، ولي ګل وايي:«بهرنیان هم په کې شته، کورني خلک هم شته دي، دوی سپین بیرغ په تور بیرغ بدل کړی. موږ یې ثبوت لرو، هغه کسان چې پخوا وو او س هم دي.»
د جګړې پر ډګر د سیمې د بدلیدو تر څنګ، د سرپنا، خوراک او پوشاک تنګسا هم د دغو بیځایه شویو درنه ستونزه ده.
د چپې درې اوسېدونکی، شمس الدین وايي:«ټوله شتمني رانه پاتې ده، موږ یوازې خپل سرونه د ویرې او جګړې له کبله راوستلي دي، ځکه دواړو ډلو ترمنځ جګړه روانه وه، دلته هېڅ راسره نشته.»
خو د جګړې سیمې په درې کیلو مترۍ کې د ولسوالۍ پروت بازار لا هم د دکاندارانو په زړونو کې د سر او مال د تاوان له ترهې سره سره پرانستی دی:
د چپې درې ولسوالۍ بازار دوکاندار، هدایت الله څرګندوي:«د حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې زموږ امنیت ونیسي، دلته موږ ستونزې لرو، که ښځې دي او که نارینه ستونزي لري.»
بل خوا د داعش له لورې د امنیتي ګواښونو له پراختیا سره سیمې ته تازه دمه امنیتي ځواکونه هم رسیدلي:
د سېلاب قول اردو- دویمې لېوا قوماندان، میرویس ساپی وايي:«د ای اېس ای پروژه ده، خو دلته پنجابیان هم شته، پاکستانیان هم شته، شمېر یې مالوم نه دی، خو چې څومره وي، ځپل کېږي به.»
په کونړ کې وروسته له هغې د داعش وسلهوالې ډلې فعالیتونه ډېرېږي چې حکومت ویلي وو یاده ډله یې په ننګرهار کې ځپلې ده.