Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له خوا د دوو تښتول شویو بهرني وګړو د ویډیو خپرول

د طالبانو لوړپوړو چارواکو د سې‎شنبې په ورځ د هغې ویډیو خپرول چې ښيي د دغې ډلې له خوا دوه بهرني وګړي تښتول شوي تأیید کړي دي.

په دغې ویډیو کې یو کاناډايي سړی له خپلې امریکايي مېرمنې سره چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې تښتول شوي وو،لیدل کېږي.

دغه بهرني وګړي په دغې ویډیو کې د امریکا او کاناډا له حکومت څخه غواړي ترڅو د خلاصون لپاره یې هڅې وکړي.

په دغې ویډیو کې د دغه خاوند او مېرمن دوه ماشومان هم ترسترګو کېږي چې په بند کې نړۍ ته  راغلي دي.

په دغې ویډیو کې دوه بهروني وګړي د کاناډا او امریکا حکومتونه د هغوی د خلاصون لپاره په بې پروایۍ تور وي.

هغوی په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال چې په غزني ولایت کې په ګرځندویۍ بوخت وو،وتښتول شول.

د رویټرز د رپوټ له مخې،دغه دوه تنه د حقاني ډلې له خوا تښتول شوي او دغې ډلې د هغوی د خلاصون په بدل کې د دغې ډلې د خلاصون غوښتونکي دي.

په دغې ویډیو کې امریکايۍ وګړې ګایټلن کولمن وايي:«موږ له ۲۰۱۲ زیږدیز کال څخه تراوسه په تمه یوو تر څو کوم کس زموږ ستونزې درک کړي.موږ درکوو چې د کاناډا او امریکا حکومتونه له موږ کرکه لري،ځکه چې موږ او زموږ دوه ماشومان یې په دغو ستونزو کې ښکېل خوشي کړي دي.»

په دغې ویډیو کې کاناډايي وګړي جوشوا بویل وویل:«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر وګړی کولای شي زموږ ویډیو وګوري. موږ دواړه پوهېږو چې اوسنی ولسمشر او یا هم د امریکا راتلونکی ولسمشر هغه وویني،په پای کې زموږ د برخلیک په اړه پرېکړه ستاسو په لاس کې ده.»

په همدې حال کې،د ملګرو ملتونو سازمان د افغان حکومت پر ضد د ناپیوسته بریدونو،تښتونو ،وېرو څخه نیوکه وکړه.

د دغه سازمان په تازه رپوت کې راغلي دي چې د روان کال د اګسټ له ۱۶ مې د روان زیږدیرکال د نومبر تر د ۲۷ بې پایلو ترور پېښو په ګډون د ترور ۱۸۳ پېښې شوي دي چې د تېر کال له ورته وخت سره په پرتله کې د ۳۰ سلنې زیاتوالی ښيي.

د دغه رپوټ پر بنسټ،په دغه وخت کې د خلکو د ۱۱ ډله‎ييزې تښتونې په ګډون د تښتونې ۸۰ پېښې‎ ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ