Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو را روانه ناسته او د سولې له هڅو د ناټو ملاتړ

ټاکل شوې راتلونکې جمعه (د لړم اتلسمه) د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب د دې هېواد په پلازمېنه کې د افغان سولې اړوند غونډه وشي.

د سولې عالي شورا وايي، پلاوی يې په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د یو دولتي او ولسي بنسټ په حیث برخه اخلي. 

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي: «د سولې عالي شورا د یو دولتي او ولسي سیاسي بنسټ په توګه د افغان سولې د مدیریت او منځګړيتوب لپاره، په دې ناسته کې ګډون کوي، د افغانستان په استازیتوب.»

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، د مسکو ناسته کې د ګډون هوکړې‎ ته لا هم نه دي رسېدلي. 

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټینبرګ له طلوع‌نیوز سره خبرو کې وویل د مسکو ناستې په اړه څه نه شي ویلی، خو د سولې په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکوي.

هغه وویل: «زه او ناټو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره سخت ملاتړ کوو، ځکه افغانان په خپله کولاي شي هیواد ته سوله راولي، له بهره پر دوي سوله نشي تپل کیداي، هغه کار چې موږ یې د دوست او همکار په توګه ترسره کولاي شو دا دی چې له دغه بهیره ملاتړ وکړو او موږ د ځواکونو په شتون سره له دې کاره ملاتړ کوو، ځکه زموږ د پوځي فعالیت موخه د سیاسي شته والي لپاره زمینه برابرول دي.»

سټولټینبرګ سره له دې چې د سولې له هڅو د ملاتړ ډاډ ورکوي، خو د مسکو ناستې د څرنګوالي په اړه ناخبري ښيي. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «ګرانه ده چې د مسکو د ناستې په اړه نظر ورکړو ځکه روښانه نه ده چې څوک به پکې وي، څرنګه ناسته به ترسره شي، خو له روسیې او د سیمې له نورو هیوادونو غواړم چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او خپلې هڅې له افغانستان سره همغږې کړي.»

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي چې د حکومت پر نه ګډون يې هم نیوکه کړې وه، د سولې هڅو ته پر ارزښت سربېره وايي د دا ډول ناستو لویه برخه د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ننداره ده. 

هغې وویل: «د سولې لپاره ټولو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو، خو لویه برخه يې د لویو قدرتونو تر منځ سیالي ده.»

ټاکل شوې د مسکو غونډه چې د سیمې د هېوادونو په ګډون پکې امریکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، یوه ورځ وروسته (جمعه، د لړم اتلسمه) په مسکو کې جوړه شي.

شریک یي کړئ