د راپورونو له مخې د مصر پوځ په "درنه" ښار کې په القاعدې پورې تړلي وسلهوال په نښه کړې دي، ویل کېږي چې په دې ښار کې د یادې ډلې وسلهوال ځای پر ځای دي.
خو مصري چارواکو ویلي دي چې دا برید یې په قاهره کې د وسلهوال برید په ترڅ کې د ۲۸ قبطي مسیحانو وژلو په غبرګون کې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د برید مسوؤلیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
د مصر ولسمشر د امریکامتحده ایالاتونو له ولسمشر، ډونالنډ ترمپ څخه غوښته کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې مشري وکړي.
د مصر ولسمشر، عبدالمحتاح السیسي وویل:"اوس چې زه خبرې کوم د ترهګرو پټنځایونه په نښه کيږي. مصر به په هر ځای کې د ترهګرو د ځالو له په نښه کولو ډډه ونه کړي."
دی له خپل امریکايي سیال څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.
السیسي زیاتوي:"زه ولسمشر ټرمپ ته وايم چې زه ستاسو پر خبرو اوړتیا باور لر او پوهېږم چې له ترهګرۍ سره مبارزې ته به لومړيتوب ورکړئ. ستاسو په همکارۍ به نور هېوادونه په دې برخه کې بریالي شي."
د جمعې پر ورځ په قاهره کې د وسلهوال برید په ترڅ کې د ۲۸ قطبي مسیحانو وژلو په غبرګون کې کړی دی.
د مخپټو کسانو په دې برید کې ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې هېواد کې قبطي مسیحان لږ نفوذ لري، دوی وايي چې له دې ډول بریدونو به وېره ونه کړي.
له دوی یو تن، عاف عادل وايي:"موږ د مصر د ټیکاو او په ټاکنو کې د سیسي د بریا بیه ورکوو. غواړي موږ وویروي خو موږ به تسلیم نشو."
همداراز، وائل ابو عمده زیاتوي:"ترهګر د خلکو پر وژنو عادت شوي دي، خو موږ به سر ټيټ نکړو او له مصر له حکومت څخه ملاتړ کوو. ترهګر به مړه شي او موږ به خپل ژوند ته دوام ورکړو."
مصري پوځ دوه کاله مخکې هغهمهال پر دې هېواد برید وکړ چې داعشیانو د څو قبطي مسیحیانو سرونه پرې کړل.