د لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن پنجشنبې(د کب ۱۲ مه)اعلان وکړ چې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د دوه ورځنۍ جګړې په لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۲۰ بلواګري طالبان وژلي شوي او ۱۳ تنه نور یې نیول شوي دي.
د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوه ورځو مخکې هغه مهال پیل شوې چې د لغمان د مرکز اړوند مهترلام ښار په ځېنو څنډو بریدونه کړي او د پولیسو پوستې یې هم نېولي.
د لغمان والي وايي، چې طالبانو په لوی قوت سره د مهترلام ښار د پرځولو لپاره ډلهییز بریدونه پیل کړي وو چې افغان ځواکونو یې مخه نیولې.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دې اړه وویل:«وسلهوالو طالبانو د سېشنبې پرګیهځ له څو خواو د مهترلام پر ښار بریدونه پیل کړل او په پيل کې یې څو پوستې ونیولې خو وروسته د دولتي ځواکونو له بریدونو سره طالبان اړ شول چې تېښته وکړي.»
په همدې حال کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان وايي چې د وروستیو نښتو په ترڅ کې ۲۰ طالبان جنګیالي وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان زمان وزیري وویل:«د امینتي ځواکونو د دوه ورځنیو بریدونو په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.او دولتي ځواکونه توانېدلي چې د مهترلام ښار ټولې سیمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې کړي.»
خو دغو دوه ورځنیو نښتو د لغمان اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي.
د لغمان اوسېدونکی حسن ګل وايي:«موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو ترڅو د لغمان ناامنیو ته رسېدنه وکړي او له دغه ولایت څخه ترهګر له منځه یوسي.»
د لغمان بل اوسېدونکي ولي خان هم څرګنده کړه:«طالبانو حتا خپل فعالیتونه د مهترلام ښار ته رسولي او موږ له حکومت څخه غواړو چې د لغمان اوسېدونکو دغو اندېښنو ته رسېدنه وکړي.»
سرتېري ګل اغا وویل:«موږ په خپله پوسته کې وو چې ناببره طالبانو برید پیل کړ او موږ اړ شو چې خپله پوسته پرېږدو او خوندي ځای ته ولاړ شو.»
په دغو نښتو کې د ملي پوځ دوه تنه سرتېري وژل شوي او څو تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د لغمان اوسېدونکي ګواښ کوي کهچېرې طالبان او یا نورې ترهګرې ډلې په دغه ولایت کې له منځه ولاړې نهشي د راتلونکي کال پسرلی به د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره تر ټولو ستونزمن کال وي.