Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میندو د مړینې له زیاتوالي د تاله او برفک د اوسېدونکو اندېښنې

د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ اوسېدونکي په دغې ولسوالۍ کې د میندو د مړینې له زیاتوالي څخه اندېښمن دي.

هغوی وايي چې د دغې ولسوالۍ د واټونو خام والی د دې لامل شوی چې ناروغان په ځنډ کې روغتون ته رسېږي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا لري چې پلخمري ښار ته د خپلو ناروغانو د لېږد لپاره ۱۰ ساعته وخت لګېږي؛د لارې لیرې والی او د واټونو خربوالی د دې لامل کېږي چې د امنیدوارو میندو او یا هم نوي زېږدلي ماشوم مړینه زیاتوالی پیدا کړي.

د تاله او برفک ولسوالۍ اوسېدونکی فضل احمد وايي:«د همدغه واټ د خرابوالي له امله هره میاشت پنځه تر شپږو امیندواره میندې او یا هم نوي زېږدلي ماشومان یې مړه کېږي.»

د تاله او برفک ولسوالۍ بل اوسېدونکی سخي امین هم وايي:«که‎چېرې واټ جوړ شي هم د خلکو اقتصاد جوړېږي او امنیت هم ښه کېږي او همدارنګه د خلکو ناروغان هم په وخت سره روغتون ته رسېږي.»

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي خبرداری ورکوي که چېرې دا واټ کرېړ نه‎شي نو د میندو او ماشومانو مړینه به تر پخوا هم ډېره شي.

په همدې حال کې د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري وايي که څه هم چې په ځلونو یې له مسؤولو ادارو څخه غوښتنه کړې چې دا واټ ورغوي خو تراوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.

ښاغلي امیري زیاته کړه:«موږ د وري په میاشت کې له مشرانو او خلکو سره د هېواد پلازمېنې ته لاړو.هغوی له موږ سره ژمنه وکړه چې واټ کرېړ کوي،خو تراوسه یې سړک خراب دی او هېڅ بنسټ د دغه سړک د جوړولو په فکر کې نه دی.»

ویل کېږي چې د دغې ولسوالۍ د واټ د کابو ۶۰ کیلو مترو لارې د جوړېدو قرارداد هم شوی دی، خو تر اوسه د ناڅرګند لامل له امله ې چارې نه دي پیل شوي.

شریک یي کړئ