Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي رییس له ګمارلو نیوکې

پر ټاکنو څاروونکي بنسټونه د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې سلیقه‎یي چلند د اندېښنې وړ بولي. دوی د ننګرهار ټاکنو ریاست ته د ذبیح الله وګړي پر ټاکل کېدو نیوکه کوي.

د ولسمشريیزو ټاکنو پر مهال ذبیح الله وګړی په پکتیکا ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وه.د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو منډو ترړو ډلې هغه مهال ادعا وکړه چې په دغه ولایت کې پراخې درغلۍ شوې دي.

اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښاغلی وګړی یې د دغه کمېسیون د کاري تګلارې په خلاف په ننګرهار ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس په توګه ګمارلی دی.

اخوا د پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې له غیر قانوني لارو د چارواکو ټاکل کېدل د درغلیو لپاره لاره هواروي.

د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ غړی شاه محمود مل وايي:«هغه څه چې د اصلاحاتو لپاره راوړل شي،باید مسلي کسان وي،بې پرې او ژمن وي او تورن هم نه وي،کمېسیون باید دغو ارزښتونو ته ژمن وي له هغې څخه پرته د اصلاحاتو او شعارونه او دونیم کالو جنجالونو کې دغه ټول به د توجیح وړ نه وي.»

که څه هم چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې اړه نظر نه ورکوي، خو داسې اندېښنې شته چې په سلیقه يي توګه د کسانو ګمارل د کمېسیون د کاري اصولو په خلاف او په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه بلل کېږي.

د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزه‎يي وايي:«دا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کورني جوړجاړي ښکارندوي کوي چې ځيني کارکوونکي یې د وړتیا په پام کې له نیولو او د قانوني کاري تګلارې څخه پرته له یوه ځای څخه بل ځای ته تبدیل او یا هم ګماري،چې د ټاکنو پر مهال وکړای شي له هغوی څخه په بشپړه توګه استفاده وکړي.»

د سياسي چارو کارپوه اسدالله ولوالجي هم وویل:«لاسوهنه کېږي خو موږ باید هڅه وکړو چې دغه لاسوهنې تر کومې کچې دي او که‎چېرې په سلیقه‎يي توګه هم وي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کاري اصولو په بنسټ په ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس د آزادې سیالۍ په بنسټ وګمارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه