د ننګرهار په لسګونو زدهکړیالانو تېره ورځ د طالبانو، داعش او اسلامي ګوند بیرغونو په پورته کولو سره خپل ملاتړ یې له دغو ډلو څخه اعلان کړ.هغوی وايي چې له جمهوري نظام څخه ستړي شوي دي او د یوه اسلامي امارت د جوړېدو غوښتونکي دي.
لاریون کوونکي د دغه کار لامل اداري فساد،زدهکړیالانو ته د نهرسېدنې او د ننګرهار پوهنتون بد وضعیت بولي او وايي چې هغوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان د خلکو په منځ کې افراط پالنه خطرناکه ،حکومت او نړیواله ټولنه د دغه کار په مخنیوي کې ناکامه بولي.
یو تن لاریون کوونکي زدهکړیال په دې اړه څرګنده کړه: "له جمهوري څخه ستړي شوي یوو،موږ اسلامي خلافت غواړو،موږ عادلانه خلافت غواړو،موږ اسلامي نظام غواړو".
بل زده کړیال وویل: " زده کړیالانو دغه لاریون د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په لاره اچولی دی".
زده کړیالان چې ډېری یې د ننګرهار د شرعیاتو پوونځي زده کړیالان دي په ډېرې سختۍ سره کولای شوو چې هغوی له طالب او داعش جنګیالیو سره جلا کړو.
خو دغه ټول اعتراضونه د ننګرهار په پوهتنون کې د نېمګړتیاو له امله دي.
د ننګرهار د پوهنتون رییس ببرک میاخېل په دې اړه وویل: "هغه غوښتنې چې د محصلۍ له چوکاټ څخه بهر دي نه منو او هغو نورو ستونزو ته چې تاسو اشاره وکړه له اړوندو ارګانونو څخه غواړو چې هغه ته رسېدنه وکړي".
د هېواد د خلکو او زدهکړیالانو په منځ کې افراطیت تر کومې کچې کولای شي خطرناکه وي؟
د ولسي جرګې غړي سید عبدالقیوم سجادي په دې اړه وویل: "له بده مرغه په هېواد کې د توندلاري وده هغه شی دی چې له کلونو راهیسې دوام لري خو موږ او هم نړیوالې ټولنه د دغه کار په مخنیوي کې ناکام وو، که چېرې دغه کار دوام وکړي بدې پایلې به ورلري".
له دې وړاندې هم دغو کسانو د ترهګرو ډلو تر بیرغ لاندې لاریونونه کړي دي.کارپوهان په دې باور دي چې ترهګرۍ ډلې په اسانه کولای شي د دغو کسانو له منځه سرتېري ونیسي او د هېواد د خلکو لپاره ستونزې پیدا کړي.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه