د نورستان ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې لسګونه طالب وسلهوالو نن سهار(دوشنبې د وږي۲۰مه) د دې ولایت پر برګمټال ولسوالۍ برید کړی او لاهم د یادې ډلې او طالب وسلهوالو ترمنځ نښتې روانې دي.
له بلې خوا د نورستان ولایت اوسېدونکي وايي اوسمهال خلک په کورونو کې ایسار دي درې څلور کوره سوځل شوي هم دي.
دوی زیاتوي چې طالبانو له درېیو لوریو پر د برګمټال ولسوالۍ برید کړی او افغان سرتېرو ته لا هم مرستندویه ځواک نه دی رسېدلی.
خو طالبانو ادعا کړې، چې د دولتي ځواکونو یوه پوستې یې ولکه کړې.
بل لورې د نورستان سرپرست والي، تمیم نورستاني وایي چې د افغان سرتېرو څخه ملاتړ په موخه هوایي ځواکونه برګمټال ته رسېدلي دي او نښتې روانې دي.
نوموړي په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د سیمې اوسېدونکي د مرګژوبلې په اړه څرګندوي چې تر اوسه په نښتو کې ۱۴ طالب وسلهوال وژل شوي او یوه افغان سرتيري هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو طالبان ادعا کوي چې د افغان ځواکونو یوه پوسته یې نیولې ده.
سیمهییزو چارواکو تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې او پوستې نیولو په اړه څه نه دي ویلي.