ځایي چارواکي وایي، چې د هلمند د سولې د عالي شورا ریس، معلم شاه ولي خان له خپلو دوو ساتونکو سره نن د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د هلمند د والي ویاند، محمد عمر ځواک وویل، د سولې عالي شورا ریس نن سهار شاوخوا لس بجې د ګرشک ولسوالۍ په لور روان و، چې د دې ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.
ښاغلۍ ځواک وایي:« طالبانو د لارې په اوږدو کې د دوی پر موټر برید وکړ، چې له امله یې شاه ولي خان له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو او څلور نور ساتونکي یې ټپیان دي.»
نوموړي زیاته کړه، د هلمند د والي مرستیال هم له دوی سره ملګرتیا کوله، خو نوموړی له دغه بریده روغ وتلی دی.
د ځواک په وینا، شاه ولي خان د ناوې ولسوالۍ قومي مشري هم په غاړه درلوده.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستۍ.
ګرشک د هلمند له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کیږي، چې وسله وال مخالفین ډیری وخت په کې پر امنیتي ځواکونو او ځایي چارواکو بریدونه ترسره کوي.
په دې اړه مو اندونه