په هلمند ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه(یکشنبې د وږي۵مه) د موټربم چاودنې په برید کې ۱۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی.
دا چارواکي زیاتوي چې په دې برید کې د ملي اردو سرتېرو په ګډون ۲۱ تنه نور ټپيان دي.
پېښه د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ په دوپله سیمه کې هغه مهال شوې چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره د ملي اردو پر کاروان برید کړی دی.
ویل کېږي چې دا ځواکونه د طالبانو پرضد له پوځي عملیاتو له ترسره کولو وروسته له ناوې ولسوالۍ څخه د لښکرګاه ښار پر لوري روان وه، چې د برید پرې شوی دی.