Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د څارګرې ادارې پر کمزورو کړنو د هېوادوالو نیوکې

پر ولسي وګړو د مرګونو بریدونو پر دوام، د هېواد د څارګرې ادارې پر کړنو یوځل بیا نیوکې زیاتې شوي دي.

د هېواد ځينې اوسېدونکي وايي چې استخباراتي کمزورتیا د دې لامل شوې چې داعش په کابل ښار کې تر دې بریده نفوس وکړي.

د کابل یو اوسېدونکی عبدالمحید وايي:«امنیت باید پر دې پوه شي چې یو کس په کوڅه کې بې لارې ځي، یو څوک چې کرايي کور نیسي، راپور یې باید امنیت ته ورسېږي چې هغه یا طالب دی او یا هم داعش څوک دی؟»

د تېر زیږدیز کال په جولای میاشت کې د روښايي جنبش لاریون په کابل کې د داعش لومړنۍ موخه وه.

له هغه مهاله تراوسه، په پلازمېنه کې د داعش  بریدونو څه باندې ۱۳۰ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

اوس د دغه جنبش غړي، د ملي امنیت مشرتابه غړي د داشان بریدونو په مخنیوي کې په ناتوانۍ تورن وي.

د روښنايي جنبش غړي داوود ناجي په دې اړه وویل:«د ملي یووالي په حکومت کې، ملي امنیت، نه یوازې غیر سیاسي نه دی، بلکې سیاسي او سلیقه‎يي، ټیمي او ځانګړو سمتي کړنو حتا په ټیټه کچه کې هم نفوس کړی دی.»

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي هم څرګنده کړه:«د دغو ټولو شهیدانو مسوولیت د هغه چا په غاړه دی چې په حکومت کې له ناوړه سیاستونو څخه کار اخلي.»

ونه توانېدو چې د دغو نیوکو په اړه د ملي امنیت نظر ترلاسه کړو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په لوېدیځ کې د تبیان کلتوري مرکز په نښه چې په پایله کې یې ۴۱ تنه مړه او ۸۵ تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ