په هېواد کې روانه جګړه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده او ولسونه یې باید پر وړاندې له دولت سره لاسونه یو کړي.
په ننګرهار کې د اختر د لمانځه پر مهال دیني عالمانو پر ولسونو غږ وکړ چې روانه جګړه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده او باید د مخنیوي لپاره یې له دولت سره لاسونه یو کړي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې یې د اختر د نمانځلو لپاره کلک امنېتي تابیاوې نیولي.
دیني عالم، ظاهر حقاني وايي:«په جنازو او جوماتونو کې چاودنې کوي او د الله د مقدساتو سپکاوی کوي، د الله د کتاب سپکاوی کوي، نو بیا څنګه دعوه کې اسلامي ایمان، د اسلامي امارت او دولت.»
د دولت د مخالفو وسلهوالو پر وړاندې افغان ځواکونه بریالي ګڼل کېږي او وروستۍ ترهګریزې پیښې هم غندل کېږي.
همداراز د ننګرهار والي، ګلاب منګل څرګندوي:«د سږ کال روژه تر ټولو خونړۍ وه چې د هېواد دښمنانو ډېر بریدونه پر خلکو او آن پر جوماتونو بریدونه وکړل، چې ډېر شمېر کسان په کې ووژل شول.»
ننګرهار کې امنېتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د اختر نمانځلو لپاره یې کلک امنېتي تدابیر نیولي.
د ننګرهار ولایت امنیه قومندان، عبدالرحمن رحیمي زیاتوي:«موږ به د شپې او ورځې خوب ونکړو تر څو خپل زورېدلي ولس ته د امنیت تامین وکړو او خلک اختر په خوشالیو کې تېر کړي.»
دا ډاډ داسې وخت ورکول کېږي چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لا هم دولت ضد وسله وال پراخ فعالیتونه لري.