Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس له خپلې دندې استعفاء وکړه

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس نجیب الله احمدزي له خپلې دندې کوښه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر دغه بنست د کار د پڅوالي له امله د سیاسي ګوندونو فشارونه زیات شوي وو.

په همدې حال کې سرچینه زیاتوي چې ولسمشر اشرف غني له ښاغلي احمدزي غوښتي وو ترڅو له خپلې دندې لیرې شي.

ښاغلی احمدزی په داسې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ریاسته ګوښه کېږي، چې موده وړاندې ښاغلي غني د دغه کمېسیون د دارالانشا رییس په کار کې د کمزورتیا له امله له دندې کوښه کړل.

خو وروسته په رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې امام محمد وریماچ د فساد او کاري کمزورتیا له امله له دندې لیرې کړل شوی.

تېره اوونۍ د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییس د دغه کمېسیون پنځه تنه غړي په حاضرۍ کې د جعل او د ولسمشر له حکوم څخه د سرغړنې په تور له دندې کوښه کړل.

عبدالعزیز اریايي په یوه رسمي لیک کې، د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا مسلکي مرستیال، د تحلیل او څېړونې رییس، د پېژندتون رییس، د اړیکو او سندونو امر او د دغه کمېسیون د حاضرۍ مدیر له دندې ګوښه کړل.

شریک یي کړئ