د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن سېشنبې(د وري په ۸ مه)اعلان وکړ چې د ټاکنو پر برېښنايي کېدو تراوسه هم خبرې اترې روانې دي او د هغو برېښنايي کېدل د دغه بهیر په روڼتیا او د لګښت په کموالي کې به مرسته وکړي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«موږ په دې اړه له نړیوالې ټولنې سره خبرې اترې کوو ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړو او له ټکنالوژۍ څخه استفاده له موږ سره مرسته کوي چې ډېره روڼتیا رامنځته شي او د پیسو له ډېر لګښت څخه مخنیوی وشي.»
د سمارټ مټک بنسټ لوړپوړی سلاکار سیدخالد وویل:«دغه ټکنالوژي د تفتیش وړتیا هم لري،او رایې په برېښنايي توګه مرکز ته لېږدول کېږي،روڼتیا سل په سلو کې تضمینوي او په ده سیستم کې هر ډوله لاسوهنه ناشونې ده.»
ټاکنو سیستم برېښنايي کېدو سره به افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راشي چې رای ورکوونکي به د ټاکنو لپاره دوه ځله نوم لیکنه نه کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر، معاذالله دولتي وايي:«د ټاکنو د برېښنايي کېدو بحث څو ګټې لري،لومړی دا چې دقت،سرعت او روڼتیا رامنځته کوي او فکر کوم چې د ټاکنو په برېښنايي کېدو سره موږ کولای شو چې پر کمېسیون له لاسه تللی اعتماد بېرته را ژوندی کړو.»
دا لړۍ اوسمهال د امریکا متحده ایالاتونو او اروپایې هېوادونو په ګډون شلو هېوادونو کې کارول کېږي، دا ماشینونه د لسو کلونو لپاره کارول کېږي او پر مټ یې د ټاکنو پایلې یوازې په درې ساعتونو کې څرګندېږي.