د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چهارشنبې (د زمري په ۴ مه) اعلان وکړ چې دغه بنسټ د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لومړني پړاونه به پیل کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد وایي، په دې پړاو کې د ولایتونو کار کوونکي د ټکنالوژۍ او خلکو ته د مالوماتو د ورکړې په برخه کې روزنه ویني.
هغه په وینا چې نړیوالې ټولنې په کتبي بڼه ژمنه کړې چې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره ۱۵ مېلیونه ډالره مرسته کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي، د امریکا متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه؛ د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لګښت ورکوي. نو له همدې کبله به د دې لړۍ لومړنی پړاو ډېر ژر پیل شي.
هغه زیاتوي:«لومړی پړاو وروستی شوی، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، دولت او مرسته کوونکو له خوا وروستی شوی چې له ټکنالوژۍ څخه په استفادې ترسره شي، لومړنی بهیر راتلونکې اوونۍ پیلېږي. په ۱۶ مه پروګرام رامنځته او د رای ورکولو د متوازن کولو نېټه ده.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ټاکنو د ترسراوي لپاره؛ د رای اچوونکو نوملړ به برېښنایي کړي؛ خو پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي؛ لا هم د ټاکنو ترسره کولو لپاره ننګونې شته.
د ټاکنیز نظام د اصلاح کمېسیون غړی صدیق الله توحیدي په دې اړه وویل:«شونې ده چې هر ټاکنیزه حوزه له لوړو او ټیټو ګواښونو سره مخ وي. دولت باید له اوس څخه د امنیت د ټینګښت لپاره تابیاوې ونیسي ترڅو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.»
د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وايي:«تخنیکي وړتیا یوه بله اندېښنه ده په کمېسیون کې باید دغه وړتیا په شاید او باید توګه وکړای شي چې ټاکنې له تخنیکي پلوه مدیریت او مشري وکړي.»
د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چې په پام کې وه د تېر کال غوايي یا غبرګولي میاشت کې شوې وای؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د نه اصلاحاتو له کبله؛ چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ژمنه وه، د راتلونکې لمریز کال تر دوبي وځنډیدې. ټاکل شوې دا ټاکنې به راروان کال د چنګاښ میاشتې په شپاړسمه نېټه وشي.