په داسې حال کې چې حکومت تمه لري ترڅو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو مهال وېش اعلان کړي،خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ټاکنو د ترسره کېدو مهال وېش د حکومت او کمېسیون ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري چې تراوسه دغه همغږي رامنځته شوې نه ده.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس امام محمد وریماچ د پنجشنبې په ورځ(د غبرګولي په ۱۸ م) طلوع نیوز ته وویل چې له اړین چمتوالي مخکې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو د مهال وېش اعلان د دې په څېر دی چې د کنګل په مخ ولیکې او بیایې لمر ته کېږدې.
ښاغلي وریماچ په دې اړه وویل:«کله چې کمېسیون له دوه اړخه؛ یعنې امنیت او بودیجې څخه ډاډ ونه لري، د ټاکنو د مهالوېش هر ډول اعلان د کنګل پر مخ د لیکو په مانا دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د حکومت او یو شمېر سیاسي بهیرونو ترمنځ جنجالونو اندېښنې زیاتې کړې خو ولسمشرۍماڼۍ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د امنیتي او مالي چمتووالي خبره کوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال په دې اړه وویل:«هغه مسؤولیتونه چې حکومت ته راګرځي، حکومت ترسره کړي دي. د ټاکنو ترسره کول او تخنیکي ارزونه د ټاکنو د کمېسیون کار دی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي له څو اصلاحي طرحو څخه چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره حکومت ته لېږل شوې تراوسه یې په هکله ځواب نه دی ترلاسه کړی.
ښاغلي وریماچ څرګنده کړه:«ټاکل شوې وه چې د هغو طرحو په اړه چې د کمېسیون له خوا وړاندې شوې دي د جلساتو له لارې له حکومت او ملت سره د دغو موضوعګانو په اړه پرېکړه وشي له بده مرغه چې ونه شوه.»
له بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت له افغان حکومته غواړي د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هوګولورنس وايي:«موږ به په ګډه یو روښانه، خوندي او دیموکراتیک افغانستان جوړ کړو.»
د دې ترڅنګ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روان هجري لمریز کال کې د انتخاباتو په ترسره کولو باوري نه دی، پر ټاکنو ډېری څارونکي بنسټونه هم، حکومت د ټاکنو په ترسره کولو کې په بې پامۍ تورنوي.