Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د بریدونو دوام؛ امنیتي چارواکي ولسي جرګې ته وبلل شول

د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې د پاکستاني پوځیانو د توغندويي بریدونو په پایله کې، ولسي جرګې نن (شنبې د چنګاښ په ۲۸مه) امنیتي چارواکي دغې جرګې ته د ځواب ویلو لپاره راوبلل.

خو امنیتي چارواکو او د کورنیو چارو وزارت سرپرست چې ولسي جرګې ته راغلي وو، د رسنیو په وړاندې له ځواب ویلو ډډه وکړه.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ، افغان او پاکستاني پوځیان د کونړ ولایت په سرګاڼو ولسوالۍ کې سره ښکېل شول او له هغې وروسته پاکستاني پوځیانو پر دغې ولسوالۍ توغندويي بریدونه پیل کړل - په دغې پېښه کې اته تنه ولسي وګړي ووژل شول او لس تنه نور ټپیان شول.

په کونړ کې د ځايي چارواکو په وینا، نښته هغه مهال پیل شوه چې افغان پوځيانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځيانو د پوستې جوړولو مخنیوی وکړ.

له دې سره جوخت د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو نن وویل چې پاکستان په دغه ولایت کې پر ډیورنډ کرښې یوه دروازه جوړه کړې ده.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي وایي چې په وروستي یوه کال کې پاکستاني پوځيانو پر دغه ولایت نږدې ۱۳ زره او ۵۰۰ توغندي توغولي دي چې په پایله کې یې په لسګونه تنه وژل او ټپيان شوي دي.
        
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی نعمت الله کریاب وايي:«تراوسه زموږ ۹۳ تنه شهیدان شوي دي.»

د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون غړې وږمه صافۍ هم څرګندوي:«له بده مرغه پاکستاني پوځیانو زموږ ولایت کې - په کونړ کې - تاسیسات کړي.»

د خلکو استازي په دې غونډه کې د امنیتي دفاعي او استخباراتي ادارو چارواکي او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر په کم کارۍ؛ فساد او د پوځيانو او ملکیانو پر وړاندې په بې پروایۍ تورنوي.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازې  زهرا توخي وايي:«سپین ږیري، ځوانان یې راووژل، او حتا پرښځو یې هم درېغ ونه کړ. دا افغان حکومت ته د شرم ځای دی.»

خبریالانو وغوښتل چې د خلکو د استازو د تورونو په تړاو د امنیتي چارواکو نظر هم ولري، خو د امنیتي ادارو چارواکي له دې پرته چې دغو تورونو ته ځواب ووايي، له ولسي جرګې ولاړل.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي وایي چې په وروستي یوه کال کې پاکستاني پوځيانو پر دغه ولایت نږدې ۱۳ زره او ۵۰۰ توغندي توغولي دي.

شریک یي کړئ