Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان سفیر له مک ماسټر سره د افغانستان په اړه بحث وکړ

په امریکا د پاکستان سفیر عزیز احمد چودري، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جنرال مک ماسټر سره په لیدنه کې، د افغانستان د سولې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

په دغې لیدنه کې، د پاکستان سفیر په افغانستان کې سوله د پاکستان له لومړيتوبنو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې په پاکستان کې ټیګاو په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټينګښت پورې تړاو لري.

د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې د پاکستان د حکومت له خوا خپره شوې، په واشنګټن کې د دغه هېواد سفیر، د پنجشنبې له غرمې وروسته،د امریکا د ملي امنیت له سلاکار مک ماسټر سره په سپینه ماڼۍ کې لیده کاته وکړ او پاکستان ته د مک ماسټر له سفر وروسته د اسلام اباد او واشنګټن د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي:«په افغانستان کې سوله او په سیمه کې د پراخ ټیکاو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.»

په دغې لیدنه کې، په امریکا کې د پاکستان سفیر مک ماسټر ته وویل:«په افغانستان کې سوله د پاکستان یو له لومړیتونو څخه دی، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې زموږ د لاسته راوړنو ټینګښت لپاره.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د افغانستان او پاکستان د پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ دنښتې په ترڅ کې ۴ افغان پوله‎ساتي ځواکونه مړه او ۱۴ تنه نور ټپيان شول.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی طلوع نیوز ته وايي چې د جمعې د سهار ۴ بجې دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته را واوښتل.

د هغه په وینا، په دغې نښته کې د پاکستاني ځواکونو دوه زغرګاډي هم له‎منځه‎ تللي دي.

ښاغلي دارني همدارنګه وویل نښته له څو ساعتونو وروسته هغه مهال ودرل شوه چې دواړو خواوو اوربند اعلان کړ.

په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق طلوع‎نیوز ته وویل چې په دغې نښته کې څلور افغان پوځيان شهید او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل چې په دغې نښته کې ۲۳ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې افغان پوله‎ساتو ځواکونو له کوم لامل څخه پرته د چمن په سیمه کې په پوله ساتو ځواکونو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۱۷ تنه نور د درې ماشومانو په ګډون ټپيان شوي دي.

پاکستاني چارواکي همدارنګه وايي چې په دغې نښته کې د دغه هېواد ۷ پوځيان وژل شوي او ۲۷ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر په داسې حال کې، د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره ولیدل چې له هغې یوه ورځ، وروسته د سپین‎بولدک په سرحدي سیمه کې افغان او پاکستاني پوله‎ساتي ځواکونه سره ښکېل شول.

شریک یي کړئ