Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیسو ځانګړو ځواکونو کې د ښځو ونډه او اغيزه

د پولیسو دځانګړو ځواکونو قومندان وایي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ترهګرو او جنایت کارانو پر وړاندې ۲۵۰۰ عملیات تر سره کړي دي.

سید محمد روشندل وایي چې د ځانګړو ځواکونو میرمنو او نارینو په ۳۴ ولایتونو کې په دغو عملیاتو کې له اوه سوه زیات ترهګر وژلي او کابو ۳۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ښاغلی روشندل همداراز په ځانګړو  ځواکونو کې د ښځو ونډه اغیزمنه بولي او زیاتوي هغه میرمنې چې په دغو ځواکونو کې کار کوي د ښځو ود وړتیاو ښودنکې ده.

۲۵ کلن احمد چې د شپنیو پوځي عملیاتو لپاره د چمتو شوې ډلې مسوؤلیت پرغاړه لري په دغو قطعو کې کابو ۵ کاله کېږي چې دنده ترسره کوي او اوونۍ یې په درېیو ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

احمد وايي:«موږ د ځانمرګو بریدونه او یا په ولایتونو کې د وسله‎والو پروړاندې عملیاتو کې ګډون کوو.»

له بلې خوا په دغو ځواکونو کې مېرمنې هم په لسګونو عملیاتو کې ګډون کړی.

رحیمه یوسفي په ۲۲۲ قطعه کې د ښځو د څانګې مسووله ده، نوموړې د پولیسو په اکاډمۍ کې زده کړه کړې او له پنځو کلونو راهیسې په دې قطعه کې دنده ترسره کوي.

رحیمه یوسفي وايي:«زه د نجونو د ډلې مشره یم، دوی عملیاتو ته لیږم او زه هم درنو عملیاتو ته ځم.»

رحیمه د ځانګړو ځواکونو په ډله کې له کاره خوښي څرګندوي، خو وايي په ځینو پيښو کې د هغې د همکارانو وژل کیدل نوموړې خواشینې کوي.

د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قوماندان وايي هغه میرمنې چې په دغو قطعو کې فعالیت لري له ډېرې وړتیا څخه برخمنې دي.

د ځانګړو ځواکونو قوماندان وايي دغو ځواکونو سږ کال د ترهګرو او پلان شویو جرمونو په وړاندې ۶۵ سلنه عملیات ترسره کړي دي.

شریک یي کړئ