په فاریاب ولایت کې د کوهستان او په غور ولایت کې د تیورې ولسوالۍ له پرځېدو وروسته دا درېیمه ولسوالۍ ده چې په وروستیو څلورو ورځو کې د طالبانو له لورې پرځول کېږي.
د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیم زی وايي:«تراوسه هم جګړه روانه ده او مرستندویه ځواکونه هم استول شوي دي.»
جاني خېل چې د لویې پکتیا زړه بلل کېږي د پکتیا ستراتېژیکه ولسوالي ده، جاني خېل د ګردیز په ۱۵۰ کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته له کورمې ایجنسۍ او پاړه چنار سره په پوله پرته ولسوالي ده، دغه ولسوالي د خوست له موسی خېلو او صبریو ولسوالېو سره هم پوله لري.
جاني خېل له اقتصادي پلوه هم یوه مهمه ولسوالي ده چې د کورمایتو څو کانونه لري.
کوهستان د میمنې په ۱۲۹ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ۱۳۵ کلي او څه د پاسه سل زره اوسېدونکي لري.
کوهستان له غور، بادغیس او سرپل ولایتونو سره پوله لري، دا ولسوالي د فاریاب له قیصار، المار، پښتون کوټ او ګرزیوان ولسوالیو سره هم لاره لري.
د ولسي جرګې غړې اصفه شاداب وايي:«یوه سیمه ده چې څو ولایتونو ته لاره لري او کولای شي له څو ولایتونو اکمالات وکړي د دولت مخالف وسلهوال د فاریاب سربېره کولای شي څو نور ولایتونو م ناامنه کړي.»
د فیروز کوه په ۲۴۰ کیلومترۍ کې تیوره ولسوالي د لویدیځ له پلوه د فراه له پرچمن او ګلستان، په سویل کې د هلمند له باغران او په ختیځ او شمال ختیځ کې د غور له پساوند، تولک، ساغر سره پوله لري چې سلما بند ته رسېږي.
دغه ولسوالي د جهاد پرمهال داسې سیمه وه چې دښمن یې هېڅکله په نیولو بریالي نهشو.
د پولیسو د ۶۰۶ انصار حوزې قومندان جمعه خان عدیل وویل:«هېڅ پردي ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو هیلو ته زیان ورسوي.»
له بلخوا ملي دفاع وزارت وايي طالبان به هیڅکله خپلو موخو ته ونه رسیږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«د پاکستان پر حکومت د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا له خوا فشار راغلی پاکستان ټول مخالف وسلهوال هڅولي چې افغانستان ته راشي او خپل بریدونه ترسره کړي.»
په تېرو درېیو اوونیو کې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دی، په اوسني وخت کې د هېواد له لسو زیاتو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده.