Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځينه پوليسو له خوا پر امريکايي سلاکار بريد ، ظاهرا قصدي وو

د کابل په امنيه قومندانۍ کې پر يوه امريکايي سلاکار د يوې ښځينه افسرې له خوا بريد په قصدي ډول شوی دی ، هغه د پوليسو له دريو پوستو څخه په تيريدو ځان هدف ته رسولی دی.

د پوليسو سرچينو طلوع نيوز ته ويلي دغه ښځينه پوليس افسره نرګس نوميږي، نرګس ۳۳ کلنه ده او د کابل ولايت د ميربچه کوټ ولسوالۍ اوسيدونکې ده چې اوس د کابل په وزير اباد سيمه کې ژوند کوي.

بلخوا يوه غير پوځي کس چې د خپل نوم له ويلو ډډۀ وکړه طلوع نيوز ته وويل چې نرګس څو کاله وړاندي د ميليونونو نورو افغانانو په شان پاکستان او ايران ته کډه کړې وه او هيواد ته تر ستنيدو وروسته له پوليسو سره يوځای شوې وه.

ميرمن نرګس په ۲۰۰۸ کال کې د پوليسوله اکاډمي فارغه شوه او د ښځنيه پوليسو له وتلو څيرو څخه وه.

دغه ميرمن له فراغت وروسته د کابل په شپږمه امنيتي حوزه کې مقرره شوه چې په دې وروستيو کې يې د کورنيو چارو وزارت د جنسيت په څانګه کې فعاليت درلود، ويل کيږي چې د هغې خاوند هم د کورنيو چارو په وزارت کې يې غير پوځي کارکوونکی دی.

ميرمن نرګس د کابل د امنيه قومندانۍ په يوه خوندي ځای کې چې کلک امنيتي تياري يې نيول شوي دغه امريکايي سلاکار وژلی دی.

نوموړی ټاکل شوې وه چې د يو شمي پوليس افسرانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړې ، ددې سرچينې په وينا دغه مراسم ظاهرا لغوه شوي وو خو نوموړي ټينګار وکړ چې د کابل له والي او امنيه قومندان سره د ليدو لپاره د پوليسو قومندانۍ ته داخل شو.

ويل کيږي کله چې دغه امريکايي سلاکار امنيه قومندانۍ ته داخل شو ، هغې له يوه ساتونکي څخه وپوښتل چې دغه کس بهرنۍ دی؟ او د مالوماتو له ترلاسه کولو وروسته يې ځان سلاکار ته ورساوه او ډزې يې پرې وکړې.

خو پوښتنه داده څنګه دغه ميرمن وتوانيده چې خپله وسله له دريو پوستو څخه تيره کړي؟ پوښتنه داده چې ايا ساتونکي په دې مسله کې لاس لري او يا يې هم په پلټلو کې بې پامي کړيده ، جزيات نشته.

بلخوا د کابل والي عبدالجبار تقوا طلوع نيوز ته وويل چې نرګس خپله تومانچه په جرابو کې پټه کړې وه.

دغه ميرمن اوس د پوليسو په توقيف کې ده او له هغې څخه جدي پلټنې رواني دي خو افغان چارواکي له ترهګرو ډلو سره د هغې اړيکي ردوي.

پر بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو بريدونه په دې وروستيو کې د پام وړ زياتي شوي دي او دا لومړۍ پيښه ده چې يوه ښځينه افسره پر يوه امريکايي ملکي سلاکار بريد کوي.

د کابل په امنيه قومندانۍ کې پر يوه امريکايي سلاکار د يوې ښځينه افسرې له خوا بريد په قصدي ډول شوی د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه