د افغانستان لویې څارنوالۍ نن( یکشنبې د غبرګولي۲مه) اعلان وکړ چې دې بنسټ تر هراړخیزه څېړنو وروسته پرېکړه کړې تر څو د کابل ګارنیزیون قومندان، ګل نبي احمدزي او امنیه قومندان، حسنشاه فروغ دندې وځنډوي.
د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي وویل چې دې بنست د ملي یووالي حکومت مشرانو په سپارښتنه پرېکړه کړې تر څو کابل کې لاریون په ترڅ کې د ډزو په اړه څېړنه وشي. په همدې حال کې ولسمشرۍ مانۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره د لویې څارنوالۍ له دې ګام څخه هر کلی کړی دی.
په کابل کې د زنبق په څلور لارې کې له چاودنې وروسته یو شمېر کسانو په کابل کې لاریون وکړ چې د پولیسو په ډزو کې پنځه تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
وروسته له دې د کابل ګارنیزیون قومندان په خبري ناسته کې وویل چې ښايي ترهګر پر لاریون لا نور بریدونه وکړي او له خلکو یې غوښتنه وکړه تر څو له لاریون څخه ډډه وکړي.
لاریون کوونکو د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د استعفا غوښتونکي دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست، د هېواد د لویې څارنوالۍ د دغه ګام چې له مخې يې د کابل ګارنیزیون د قوماندان او د کابل د امنیه قوماندان دندې ځنډول شوي دي، د قانون د حاکمیت او د خلکو د غوښتنو د تحقق په خاطر هرکلی کوي.»
د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي دي:«حکومت په تېره یوه اوونۍ کې د ملي شورا له غړو سره په اړیکه کې و چې د کابل د وروستیو پېښو په اړه یې ورسره د خلکو د غوښتنو په هکله مشورې کړې دي، هغوی هم په دغې غوښتنې ټینګار درلود.»
خبرپاڼه زیاتوي:«د هېواد لویه څارنوالۍ د یو مسوول او اړوند بنسټ په توګه په دې اړه خپلې مستقلانه هر اړخیزې څیړنې کړي دي چې بشپړه پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړي.»