امنیتي چارواکي وايي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو د ناپيژندو کسانو په برید کې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
چارواکي زیات،ي چې دا پېښه تېره ورځ(شنبې د لیندۍ ۲۷مه) هغهمهال وشوه چې دوو وسلهوالو کسانو د ملي امنیت ځواکونو په قراول ډزې وکړې او په پایله کې یې د یوې ښځې او ملي امنیت یوه کارکوونکي په ګډون درې کسان ووژل شول.
په دې پېښه کې درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې عاملین له سیمې تښتیدلي دي او د پېښې لامل نه دی څرګند.
د پېښې مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.