د کابل ولایت د قرهباغ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو حضور د دغې ولسوالۍ په ځینو کلیو کې پراختیا موندلې او په دې وروستیو کې دغو ډلې د خلکو په منځ کې شپني لیکونه(شبنامې) خپرې کړې دي.
د طلوع نیوز خبریال میر عابد جوینده چې د قرهباع ولسوالۍ «سبز سنګ» کلي ته تللی وايي چې د دغه کلي اوسېدونکي له وېرې، د ناامنیو په اړه په احتیاط خبرې کوي او ډېری د کمرې په لیدو سره تېښته کوي.
د دغه کلي ځینې اوسېدونکي وايي چې طالبان په قرهباغ ولسوالۍ کې فعالیت لري او د «سبزسنګ»او همدارنګه له دغې ولسوالۍ څخه بهر هم شته او له خورو فعالیتونو سره د خلکو په منځ کې وېره او ډار رامنځته کوي.
د قرهباغ یو تن اوسېدونکي همایون په دې اړه وویل:«په تېرو وختونو کې هېڅ هم نه وو،امنیت تأمین وه خلک د شپې تر ۱۱ او ۱۲ بجو تګ راتګ کاوه.»
د دغېولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالجمیل هم وايي:«خدای ښه پوهېږي چې دغه کسان له کومه دلته راځي مطلب چې دلته شته دي.»
ملنګ د سبز سنګ کلي یو تن اوسېدونکی دی چې تنورونه جوړوي، هغه په دې برخه کې د طالبانو له فعالیتونو بې خبري څرګندوي.
ملنګ زیاته کړه:«زه چې دلته ګرځم؛هېڅوک ماته څه نه وايي،بې غمه تګ راتګ کوم.»
د «سبزسنګ»کلی د استالف ولسوالۍ د واټ تر غاړی پروت دی او له شمالي ولایتونو سره د کابل لویې لارې په څو مترۍ کې موقعیت لري.
د قرهباغ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغو برخو کې د طالبانو حضور لویې لارې ته ستر ګواښ دی.
چلوونکي او هټۍوال په دغې سیمه کې د ناامنیو له زیاتوالي اندېښمن دي.
د استالف ولسوالۍ په لاره کې د موټر چلوونکی نجیب وايي:«له هر ځایه راځي په دې سیمه کې خپل عملیات کوي.»
هټۍوال عبدالحمید هم وویل:«د دغو کسانو په منځ کې د سیمې او له ولسوالۍ څخه بهر کسان شته دي او فعالیت کوي.»
د قره باغ د پولیسو قوماندان د طالبانو د فعالیتونو په اړه له خبرو کولو ډډه کوي خو د قره باغ ولسوالۍ په دې اړه په اختیاط خبرې کوي.
د قرهباغ ولسوال شریفي په دې اړه څرګنده کړه:«ځینې سیمهییز همکاران لري، په ځانګړې توګه د سبز سنګ په کلي کې په تېرو وختونو کې یې هم په دغه کلي کې همکار یې درلود او شونې ده چې اوس یې هم ولري.»
د قره باغ ولسوالۍ د کابل ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې موقعیت لري، پوځي کارپوهان په دې ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیت د کابل د امنیت لپاره د خطر زنګ بولي.