د کاکړاډوکیټز د حقوقي خدمتونو شرکت په افغانستان کې د خپلو ښو خدمتونو د وړاندې کولو له کبله د «د خونو او همکارانو» نړیوال بنسټ له خوا د اسیا تر ټولو لوړ مقام ترلاسه کړ.
دغه نړیوال بنسټ، د افغانستان په برخه کې کابو پنځه شرکتونه نوملړ کړي وو چې له دې ډلې، لومړی مقام د کاکړ اډوکیټز او یوه بل شرکت خپل کړ.
د کاکړاډوکیټز حقوقي شرکت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په «اسیا کې د ۲۰۱۸ کال د لارښود» لقب یې د دوه کلونو لپاره خپل کړ.
په کابل کې د شاجان ان اډوکیټز او درې نور شرکتونو د خونو او همکارانو په نړیوال بنسټ کې دویم ځای خپل کړی دی.
د خونو او همکارانو نړیوال بنسټ (چمبز اند پارټنرر) د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی بنسټ دی چې ۱۸۵ قضايي حوزې تر پوښښ لاندې لري.
دغه بنسټ وايي چې کاکړ اډوکیټز د هوايي چلند، مخابراتو، کانونو په برخه کې ډېره ښه تجربه لري.
د دغه بنسټ په وینا، د «روزن سټاک» د حقوقي خدمتونو شرکت د کاکړ اډوکیټز له شرکت سره په یوه مقام کې راغلی دی.
په افغانستان کې د سوداګرۍ په برخه کې شرکتونه مهمه ونډه لوبوي. خو فساد بیورکراسي په دغې برخه کې اصلي ستونزې دي چې تراوسه په خپل ځای دي.