Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز امنیتي چارواکي:په تېرو ۶ ورځو کې ۸۸ طالبان وژل شوي

په کندز کې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دولتي ځواکونو د تېرو ۶ ورځو پوځي عملیاتو په ترڅ کې  ۸۸ طالبان وژل شوي او ۷۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

په کندز کې د ملي پوځ د شلمې فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي وایي، چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې د «پامیر ۱۴ » په نوم شپږ ورځنیوعملیاتو کې طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا د عملیاتو په لړ کې، څو کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي او په امام صاحب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه لا هم ښه مخ په وړاندې روان دي.

ښاغلي موسوي په دې اړه زیاته کړه:«د پامیر ۱۴ پوځي عملیات چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې جریان لري تراوسه دښمن ته کک ګوزارونه ورکړل شوي او د طالبانو له ولکې څو کلي بهر کړل شوي.»

له دې سره پوځیان وایي، د همدغو عملیاتو په پایله کې، د امام صاحب، د قرغز، ګمبذ او ګنجک سیمې یې د طالبانو له حضوره پاکې کړې دي.

د پامیر۲۰ مې فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي په ډاګه کړه:«زه د امنیتي ځواکونو په استازیتوب چې په ګډه د پامیر ۱۴ په پوځي عملیاتو کې ګډون لري د امام صاحب ټولو اوسېدونکو او د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې د دښمن تر له‎منځه وړلو خپلې دندې ته دوام ورکوم.»

د ملي پوځ سرتېري فرهاد هم په دې اړه وویل:«یوه اوونۍ کېږي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې فعالیت کوو، او په خیر موږ مخکې تګ کړی او د هغوی مورچلې مو نیولې دي، د هغوی اډه هم موږ ونیوله. د وینې یو څاڅکی چې هم زموږ په تن کې وي مخکې تګ کوو. »

تر دې وړاندې، په کندز کې چاراکو ویلي وو، چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې د طالبانو روزنیز مرکزونه فعال دي.

 اوس نو ځایي چارواکي وایي، طالبانو سره په جګړه کې لاسبري دي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې طالبان ان د کندز په ښار ځینو سیمو کې هم شته.

شریک یي کړئ