د کندز ولایت سیمهيیز چارواکي(نن شنبې د غبرګولي۶مه) په دې ولایت کې د ۱۳ وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دوی وايي چې یاد شمېر وسلهوال د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ په خپرپاڼه کې راغلي دي چې پر وسلهوالو په عیسیخېلو دمشاخ کلي کې د بهرنیو ځواکونو بېپیلوټه الوتکې له خوا بریدونه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د وسلهوالو درې قومندانان هم شامل دي.
په دې برید کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.