د کوېټې شورا لوړپوړي غړي د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ګومارل کېدو څخه ناخوښي څرګندوي.
د دغې شورا یو غړی طلوعنیوز ته وايي: " ملا محمد منصور آی اس آی د ملا محمد عمر ځای ناستی کړی دی او موږ دغه پرېکړه نهمنو".
د کوېټې شورا دغه لوړپوړی غړی چې نهغواړي ورڅخه نوم واخیستل وايي: " د کوېټې شورا غړي په دې اړه ناسته لري او نهغواړي چې مشر یې ملا اختر محمد منصور وي".
د کوېټې شورا دغه غړی زیاتوي چې هغه مشري چې د پاکستان لهخوا ګومارل شوې ده د ډېریو طالبانو د منلو وړ نهده، د کوېټې شورا دغه غړی وايي چې ملا محمد عمر مجاهد وړاندې له دې له کوېټې شورا څخه بل څوک د ځان د احتمالي ځای ناستي په توګه ویلی وو.
په دې اړه مو اندونه