په هرات ولایت کې د یوه مخابراتي شرکت د څلورو تنو وژل شویو کارکوونکو کورنۍ عدالت غواړي. هغوی وايي چې حکومت باید د هغوی د عزیزانو وژونکي ونیسي او د قانون منګولو ته وسپاري.
د اتصالات د مخابراتي شرکت څلور تنه کارکوونکي تېره اوونۍ د ناپېژندل شویو وسلهوالو کسانو لهخوا برمته شول او د پنجشنبې ورځې له غرمې وروستهیې مړي ترلاسه شول.
په ورته وخت کې د هرات پولیس وايي چې د دغې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.
د اتصالات مخابراتي شرکت څلور تنه کارکوونکي چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د یوه مخابراتي آنتن د پایې د جوړولو لپاره د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ ته تللي ول د دولت د ناپېژندل شویو کسانو لهخوا لومړی برمته شول او بالاخره د پنجشنبې په مازیګر د هغوی لهخوا دغه څلور تنه ووژل.
د دغو قربانیانو کورنۍ وايي چې ناپېژندل شویو وسلهوالو کسانو د دغو څلورو تنو ځوانانو د خوشې کولو په بدل کې ډېرې پیسې غوښتې وې.
د یوه تن وژل شوي کس ورور څرګنده کړه: " موږ یوازې د هغوی په نیولو بسنه نهکوو، بلکې باید اصلي وژونکي ونیول شي او همداراز د قانون منګولو ته وسپارل شي".
د دغو وژل شويو کسانو یو تن بل خپلوان احمدالله زیاته کړه: " موږ له دولت څخه عدالت غواړو چې د دغه ډول ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي او هغه کسان چې نیول کېږي؛ باید د هغوی په وړاندې قانون پلی شي".
په ورته وخت کې د هرات پولیس وايي چې د دغې پېښې په تړاو څلور تنه کسان نیول شوي دي.
د هرات د پولیسو قوماندان جنرال عبدالمجید روزي څرګنده کړه: " د هرات پولیسو د دغې موضوع په تړاو څلور تنه نیولي دي او ډېر ژر د دغو څلورو تنو ولسي وګړو اصلي وژونکي نیسو او د قانون منګولو تهیې سپارو".
په دې اړه مو اندونه