Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۴ والیانو له ډلې ۸ خپله شته‎مني نه ده ثبت کړې

له فساد سره د مبارزې عالی اداره وايي چې د هېواد له ۱۴ والیانو څخه ۸ یې خپله شته‎منې نه ده ثبت کړې.

یادې ادارې والیانو ته ۲۰ ورځې وړاندې دوه اوونۍ وخت ورکړي وه که دوی خپلی شتمني ثبت نه کړې، نو حکومت به د هغوی ټول امتیازات بند کړي.

د دغو ۱۴ والیانو له ډلې تر اوسه یواځي شپږو والیانو خپلې شتمنۍ له فساد سره د مبارې علي ادارې سره ثبت کړې دي.

د مالوماتو له مخې دا د پکتیکا، زابل، کاپیسا، فاریاب، غزني، نورستان، بدخشان، کندز، بغلان، پکتیا، کندهار، هلمند، ارزګان ولایتونو والیان او د بلخ سرپرست والي خپله شتمني نه ده ثبت کړې.

خو له ورکول شوي مهلت نه د ۲۰ ورځو په تېریدو تر اوسه یواځې د زابل، فاریاب، نورستان، کندز، بغلان او کندهار والیانو خپلې شتمنې ثبت کړي دي.

له فساد سره د مبارزې عالي ادارې رئیس، غلام‎حسین فخري وايي:«موږ د هغو ادارو نوملړ چې خپلې شته‎منۍ یې نه دي ثبت کړې د مالیې وزارت، د سیمه‎ييزو ارګانونو او د حکومت مشري ته استوو.»

د سیمه‎يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو تر دې وړاندې د دې بنسټ ویاند دا ستونزه تخنیکې بللې وه.

د یادې ادارې ویاندې، منیره یوسف‎زاده د جدي په میاشت کې ویلي وو:«موږ له فساد سره د مبارزې ادارې سره په همغږۍ فورمې ورلېږلي دي، خو دا یوه قصدي نه بلکې چې یوه تخنیکي ستونزه ده.»

اخوا ویل کیږي چې د ګمرکونو ریسانو، د مالېې وزارت د بودجې، څارنې او پروګرامونو د همغږۍ ادارې ریس  هم خپلې شتمنې نه دي ثبت کړي.

د مالیي وزارت ویاند، اجمل حمید عبدالرحیمزی څرګندوي:«موږ د مالیې وزارت د چارواکو د شتمنیو نوملړ چمتو کړی دی او د فورمو له رسېدو سره به ثبت شي.»

د خپلو شتمنیو ثبت ته د دولتي چارواکو نه حاضریدل قانوني سرغړونه بلل کیږي.
 
د اساسي قانون پر پلې کېدو د څار کمېسیون رئیس، محمدقاسم هاشم‎زی وايي:«د دولتي چارواکو د شتمنیو نه ثبت له قانون سرغړونه ده او هغه چارواکي چې دا کار نه کوي باید چې قانوني چلند ورسره وشي.»

تر اوسه کابو ۸۰۰۰ دولتي چارواکو له اداري فساد سره د مبارزې په عالي اداره کې خپلې شتمنې ثبت کړي دي، خو یوشمېر دغو چارواکو د خپلو شتمنیو په اړه د پوره معلوماتو له ورکړې ډډه کړې ده.

له فساد سره د مبارزې عالي ادارې والیانو ته ۲۰ ورځې وړاندې دوه اوونۍ وخت ورکړي وه که دوی خپلی شتمني ثبت نه کړې، نو حکومت به د هغوی ټول امتیازات بند کړي

شریک یي کړئ