Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رولا غني:خپلې توانمنۍ کمې مه ګڼئ

د ولسمشر مېرمن رولا غني نن د افغانستان د مالوماتي تکنالوژۍ د نوښت مرکز لومړی نندارتون چې د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوې وه،له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپلې توانمنۍ کمې ونه ګڼي.

رولا غني له ځوانانو څخه وغوښتل چې په خپل نفس له اعتماد سره خپلو توانمنیو ته وګوري او له دغو توامنیو څخه د افغانستان د راتلونکي په بدلون کې کار واخلي.

رولا غني وویل:«موږ ښې حافظې لرو،خو فکر کوو چې د نورو هېوادونو وګړي ډېرې توانمنۍ لري.دا شان نه دی،پر خپلو توانمنیو له باور سره په خپلو پښو ودرېږئ.»

په دغه نندارتون کې د هېواد د زده‎کړیالانو له خوا جوړ شوي نرم‎ابزار(سافټ وېر)کلک ابزار(هارډوېر) نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یي کړئ