د زابل ولایت سیمهييز چارواکي نن(سېشنبې د وږي۷مه) وايي چې څلورو تنو پولهساتو ځواکونو د طالب وسلهوالو د برید په پایله کې ۴ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا پېښه تېره شپه هغهمهال رامنځته شوې ده چې یو شمېر وسلهوالو د یادو ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.
د شملزیو ولسوالۍامنیه قومندان، بادام ګل څرګنده کړې ده چې پېښه د یادې ولسوالۍ د رشید کلا سیمې په صفري سیمه کې رامنځته شوې ده.
دی وايي چې په دې پېښه کې یو وسلهوالو هم وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.