په سمنګانو ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت لپاره د طالبانو لهخوا نومول شوی مرستیال والي، مولوي جلال او د دوآب ولسوالۍ لپاره یادې ډلې لخوا نومول شوی ولسوال، مولوي غیاث الدین چې په مجاهد مشهوره وه، وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره(نن یکشنبې د غويي۲۴مه) وایي چې یاد د طالبانو غړي د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د یاد ولایت په دوآب ولسوالۍ کې ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۸نور وسلهوال هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
همداراز د یوه بل خبر له مخې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې۶ طالب وسلهوال وژل شوي او ۱۰نور یې ټپيان شوي دي.
د فراه امنیتي چارواکي وایي، دا نښتې دوه شپې وړاندې هغه وخت پیل شوې چې لسګونو طالبانو د امنیتي ځواکونو په څو پوستو بریدونه وکړل.
د ۲۰۷قول اردو د دویمې لوا ویاند، نورالحق خالقي وایي چې دا نښتې د تېرې ورځې تر سهاره پورې روانې وې، خو امنیتي ځواکونو له تلفاتو پرته بریدګر په شاه وتمبول.